د لاس رسي وړ اتصالات

له مهاجرینو نه د فعالانو غوښتنه: د پنجشنبې په ورځ کار مه کوئ


د واشنگټن ډي سي په ښار کې د لسگونو رستورانتونو مالکان په پام کې لري چې د پنجشنبې په ورځ خپل رستورانونه وتړي
د واشنگټن ډي سي په ښار کې د لسگونو رستورانتونو مالکان په پام کې لري چې د پنجشنبې په ورځ خپل رستورانونه وتړي

فعالانو د امریکا په متحده ایالاتو کې له مهاجرینو وغوښتل چې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د سخت دریځ په وجه د پنجشنبې په ورځ کار او یا ښونځیو ته د تللو پر ځای په خپلو کورونو کې پاته شي.

دغو فعالینو همداشان له مهاجرینو غوښتي چې له کور بهر غذا ونخوري او بازار ته د سودا لپاره هم لاړ نشي، چې په دې توگه د امریکا د متحده ایالاتو په ټولنه کې د هغوی مهم رول په ډاگه شي.

د "یوه ورځ پرته له مهاجرینو" شعار باندې د یوې میاشتې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه توگه بحث کیده. دغه اقدام د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د هغې ژمنې په ځواب کې شوی چې د یو اجرایي فرمان له لارې یې په امریکا کې غیر قانوني مهاجرین سرکوب کړي دي.

د ښاغلي ټرمپ د اجرایي فرمان وروسته تیره اونۍ په امریکا کې ۶۸۰ غیر قانوني مهاجر ونیول شول او دغه اقدام د مهاجرینو د حقوقو د دفاع ټولنو د اندیښنې سبب شوی دی.

د یو غیر قانوني مهاجر په یو پیغام کې چې په پراخه توگه په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی راغلي دي چې "ښاغلی جمهور رئیس، پرته له مونږ او زمونږ له ونډې پرته دا هیواد فلج دی".

تر اوسه څرگنده نه ده چې څومره غیر قانوني مهاجرو به دغه غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي. خو مشهور اشپز جوس اندرز، چې په اصل کې د لاتینې امریکا دی، د خپلو کارکوونکو له اعتصاب نه ملاتړ کړی دی.

ښاغلي اندرز ویلي "هغو کسانو چې حتا یوه ورځ یې هم غیرحاضري نه ده کړې، وایي چې د پنجشنبې په ورځ نه راځي. هغوی غواړي چې کار ته په نه راتگ سره دا په ډاگه کړي چې کونږ دلته یو."

په نیویارک، پنسلوانیا، تگزاس او شمالي او جنوبي کارولینا کې لسگونو رستورانتونو چې اکثر کارکوونکي یې مهاجرین دي ژمنه کړې چې د پنجشنبې په ورځ د خپلو رستورانونو دروازې وتړي چې له دې لارې خپلو کارگرانو سره پیوستون څرگند کړي.

د نیویارک په ښار کې د بلو ریبین په نامه د زنځیري رستورانونو مالکانو ویلي دي چې د اقتصادي تاثیراتو سره سره به هغوی د پنجشنبې په ورځ خپل څو رستورانتونه وتړي.

د واشنگټن ډي سي په ښار کې د لسگونو رستورانتونو مالکان په پام کې لري چې د پنجشنبې په ورځ خپل رستورانونه وتړي.

XS
SM
MD
LG