د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د روسيې یو جټ د امریکا له یوې بې پیلوټه الوتکې سره جنګېدلی


متحده ایالات وایي یوه روسۍ جنګي جت الوتکه د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۴(کب ۲۳) د تور سمندرګي پر فضا د امریکا له یوې ډرون الوتکې سره جنګېدلې ده.

امریکایي چارواکو د روسي الوتکو دا برید "د نړیوالو قوانینو څخه بې باکه سرغړونه" بللې او زیاته کړې یې ده چې له دې برید وروسته امریکایي ځواکونو دا بې پیلوټه الوتکې نسکوره کړه.

مسکو وایي کریمیې ته نږدې کله چې د امریکا ډرون الوتکه له روسي جټ سره مخامخ شوه ډیر ژر په اوبو کې وغورځیده، خو ټینګار یې وکړ چې د هغوی الوتکو پر امریکایي ډرون ډزې ونکړې.

په دې پيښې سره د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ د اوکراین د برید په تړاو شته تاوتریخوالي نور هم زیات شول او دا د سړې د اوج جګړې راوروسته لومړی ځل دی چې یوه امریکایي الوتکه د روسیې له جنګي الوتکې سره تر مخ کیدو وروسته، نسکوره کیږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي په وینا، د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د پيښې په اړه د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ته معلومات ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي به په مستقیم ډول له روسي چارواکو سره خبري وکړي او "ددې نا امنه او غیر مسلکي مخنیوي په اړه به خپله اندیښنه ورسره شریکه کړي."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس دا "د نړیوالو قانونو څخه بې باکه سرغړونه" بللې ده.

نوموړي زیاته کړه ددې کار په غبرګون کې په امریکا کې د روسیې سفیر احضار شو او په مسکو کې د امریکا سفیرې لین ټریسې هم ورته غبرګون څرګند کړی دی.

په اروپا کې د امریکا قومندانۍ په یوې بیانیې کې ویلي چې دوو سو ۲۷ ډوله روسي جت الوتکو په غیرخوندي او غیر مسلکي شکل د امریکا د یوې ډرون الوتکې چې د تور سمندرګي پر سر په نړیواله فضا کې الوتنه کوله، مخه ونیوله.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جنرال پټ ریډر ویلي دي چې دا پيښه د مرکزي اروپا په وخت د سهار په ۷:۰۳ د نړیوالو اوبو په سر او له اوکراین څخه په لیرې فاصله کې شوې ده. نوموړي وویل چې روسي جت الوتکو د ۳۰ تر ۴۰ دقیقو پورې ددې الوتکې تر څنګ وې.

مسکو څو ځله د کریمیې ټاپو ته نږدې د امریکا د ډرون الوتکو په الوتنو اندیښنه ښودلې، هغه سیمه چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې په ناقانونه توګه له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

مسکو پر امریکا او متحدینو یې تور پورې کړی چې اوکراین ته د وسلو او استخباراتي معلوماتو په ورکولو سره په اوکراین کې د روسیې په جګړه کې ښکیل شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال د فبروري په څلرویشتمه نیټه پر اوکراین د روسیې له برید وروسته غربي هیوادونو‌ په خاص ډول متحدو ایالتونو له اوکراین سره د سلګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي مرستې کړي‌ دي.

XS
SM
MD
LG