د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر اتم پړاو خبرې ناوخته پیل شوې


د یکشنبې ورځې په خبرو کې د طالبانو مشري ملابرادر کوي
د یکشنبې ورځې په خبرو کې د طالبانو مشري ملابرادر کوي

د یکشنبې په ورځ (اگست ۴) د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د خبرو په دوهمه ورځ خبرې سهار پیل نه شوې او د طالبانو ویاند سهیل شاهین د امریکا غږ ته وویل چې طالبانو خپلمنځي غونډه ‌وکړه او اوس د امریکایې پلاوي سره خبرو ته چمتو دي.

د امریکا غږ خبریال وایي د امریکا او طالبانو ترمنځ د یکشنبې د ورځې په خبرو کې د طالبانو مشري ملابرادر کوي.

د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل د دوهمې ورځې د خبرو اجنډا د افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو د وتلو د مهالویش ټاکل دي.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد پرون جمعه (اگست ٣) ناوخته پر خپل ټوېټر لیکلي وو چې امریکا په افغانستان کې شرایطو ته په کتو حضور لري او شرایطو ته په کتو به ووځي.

ښاغلي خلیلزاد دا هم ویلي "موږ د سولې موافقې په لټه کې يو، د سرتيرو د ايستلو موافقه نه. د سولې هغه موافقه چې د بهرنيو ځواکونو وتلو ته زمينه برابره کړي".

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي دي چې: "ولسمشر ټرمپ دا خبره واضح کړې ده چې غواړې یو دپلوماتیک حل پیدا شي چې موږ ته په افغانستان کې زموږ د منابعو د کمولو لار پرانیزي، او په همدې حال کې دا ډاډ هم ترلاسه شي چې افغانستان به بیا په داسې یو ځای نه بدلیږي چې پر امریکا دې ترې بریدونه وشي."

د طالیانو د سیاسي مرکچي پلاوي یو بل غړی وایې ‌‌‌‌‌‌ډير امکان شته چې دا ځل خبرې اترې بریالۍ شي.

د مولوي شهاب الدین دلاور غږیز پيغام طالبانو رسنیو ته لیږلی چې په هغې کې د خبرو اترو د بریالیتوب امیدواري څرګنده کړې ده.

په قطر کې د امریکا غږ خبریال ایوب خاورین وایي داسې ښکاري چې د افغان حکومت سره د خبرو اترو په اړه هم د امریکایې پلاوي او د طالبانو ترمنځ د نظر یووالی شته.

XS
SM
MD
LG