د لاس رسي وړ اتصالات

د سختو خبرو سربیره، ډونالد ټرمپ مسلمان پلویان لري


یو لږ شمیر مسلمانان چې ډونالد ټرمپ پلوي دي، د مهاجرینو پر وړاندې د هغه د سخت دریځ په هکله اندیښمن نه دي، بلکې هغه ته د یو ثبوت په سترگه گوري چې دغه جمهوري غوښتونکی مخکښ کاندید به له بل هر چا څخه په ښه توگه د سخت دریځو پر وړاندې عمل وکړي.

یو له دې مسلمانانو څخه نیدال تامر دی. هغه وایي "خلک غلط فکر کوي، حتی عرب او مسلمانان".

۴٠ کلن تامر چې د معاملو او ساختماني چارو لارښوونکی دی د میشیگان ایالت د دیترویت ښار د ډیربرن په سیمه کې اوسیږي چې زیات شمیر عرب او مسلمانان په کې ژوند کوي. هغه وایي " دا حقیقت مې خوښیږي چې هغه یو څه سرټمبه دی، خو ښه زړه لري او د امریکا خواخوږی دی."

د دونالد ټرمپ یو مسلمان ملاتړی نیدال تامر چې د میشیگان په ایالت کې د معاملو او ساختماني چارو لارښوونکی دی
د دونالد ټرمپ یو مسلمان ملاتړی نیدال تامر چې د میشیگان په ایالت کې د معاملو او ساختماني چارو لارښوونکی دی

هغه اندیښنه چې زیات شمیر مسلمانان یې ددغه میلیاردر سوداگر په هکله لري، د هغه ددې خبرې نه سرچینه اخلي چې وایي امریکا ته د مسلمانانو د راتللو مخنیوی باید وشي. ترمپ همداشان ویلي دي چې امریکا باید د هغو هیوادونو مهاجر ونه مني چې د اسلامي دولت ډله په کې پراخ نفوذ لري. د یو شمیر خلکو لپاره د ترمپ دا خبره چې وایي "اسلام له لویدیځ نه کرکه لري" مشکله ده چې ومني.

د اسوشیتید پرس اژانس د یو شمیر مسلمانانو سره چې د ټرمپ پلوي دي، خبرې کړي دي، خو یو شمیر یې له مرکو کولو ډډه کړې ده.

تامر چې په لبنان کې زیږیدلی او د ١٩٩٠ لسیزې په وروستیو کې له عربي متحده اماراتو څخه امریکا ته کډه شوی، وایي ترمپ د سخت دریځو په هکله گړیږي لکه د اسلامي دولت ډله او ددې ډلې د ملاتړو په هکله، نه دا چې د ټولو مسلمانانو په هکله.

تامر چې جمهوري غوښتونکی دی وایي "مونږ ولیدل چې څه پیښیږي. فکر نه کوم چې کوم سړی دې د هغه څه سره موافق اوسي چې داعش یې کوي." هغه وایي چې مونږ باید سمدستي د داعش مخنیوی وکړو.

د دیربرن په سیمه کې چې زیات شمیر عرب او مسلمانان په کی اوسیږي، ډیر خلک د دموکرات کاندید برني ساندرز ملاتړي دي چې د تیرې میاشتي په مقدماتي ټاکنو کې یې هغه ته رایه ورکړه.

د میشیگان د دیربرن پوهنتون استاده سالي هوویل، د دیتروت د عربو او مسلمانانو په اړه زیات کتابونه لیکلي دي. هغه وایي دوی د نفوس یوه کوچنۍ برخه جوړوي خو په میشیگان کې د هېلري کلنتن په وړاندې د ساندرز په بریالیتوب کې د هغوی ملاتړ عمده لامل گڼي.

هغه وایي ځوانان یواځې د منځني ختیځ د موضوع سره نه بلکې د پراخو او ښه موضوعگانو سره علاقه لري، لکه اقتصاد، روغتیایي چارې، د ښوونځیو سویه او نورې پالیسۍ. د هغه په وینا ځوانانو د میشیگان د رای گیرۍ لوری بدل کړ. هغه وایي هره ډله ددې بدلون ادعا کولی شي خو "عرب مسلمانان داسې گڼي چې واقعا یې یو تفاوت یې رامنځ ته کړی دی."

خو ددې سره سره یو شمیر مسلمانان د د جمهوري غوښتونکي گوند او بالاخره د ترومپ په گټه فعالیت کوي. یوه ددې ډلې څخه صبا احمد ده چې په واشنگټن ډي سي کې یې د جمهوري غوښتونکو مسلمانانو ایتلاف رامنځ ته کړی او هڅه کوي چې دا مبارزه ټولې امریکا ته پراخه کړي.

هغه وایي "مونږ به د هر هغه شخص ملاتړ وکړو چې جمهوري غوښتونکي گوند وروستی کاندید وي. او مونږ د ترمپ سوداگریزې سابقې ته هیله من یو، او هغه به په دې بریالی شي چې د هغې نه د اقتصاد په پرمختیا کې استفاده وکړي."

آغلې احمد چې مدافع وکیله ده، وایي زیات شمیر مسلمانان ملگري لري چې دموکراتان دي. خو د هغې په وینا "اسلامي ارزښتونه د جمهوري غوښتونکو له ارزښتونو سره ورته والی لري." د هغې په وینا د سقط جنین سره مخالفت او دودیز ودونه په کې شامل دي.

هغه دا مني چې د دوی ایتلاف د ښاغلي ترمپ د " ډیرو نامعقولو تبصرو" په اړه اندیښنه لري، خو د هغه ځنې ویناوی "هوایي خبرې" دي.

یو شمیر عرب مسلمانان چې د ترمپ په ډله کې نه دي د اسرائیل او فلسطین د لسیزو اوږدې شخړې په اړه د ترمپ د دریځ ملاتړ کوي. هغه ویلي وو چې "بیطرفه" موقف به غوره کړي. خو په دې وروستیو کې یې د امریکا – اسرائیل د عامه اړیکو کمیټې ته په وینا کې وویل چې هغه " د اسرائیل اوږدمهاله ملاتړی او رښتنینی دوست دی."

د اسوشتیتید پرس د رپوټ په بنسټ د ترمپ په اړه د مسلمانانو ترمنځ مختلف نظرونه موجود دي. میرمن احمد او ښاغلی تامر دواړه وایي چې د دوی د جمهوري غوښتونکو او یا د ترمپ پلوي دریځ د نورو مسلمانانو د مخالفت سره مخامخ شوی، خو میرمن احمد وایي چې هڅه کوي د اسلام د پلویانو ترمنځ د فکر تنوع رامنځ ته شي.

هغه وایي "مونږ به په راتلونکو انتخاباتو کې فکري تفاوتونه ولرو، خو دا ټولو مسلمانانو ته مهمه ده چې گډون وکړي." د هغې په وینا "مونږ هغه یو فیصد یو چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجه بدلولای شي. مونږ زیاتې برخې اخیستنې ته اړتیا لرو."

XS
SM
MD
LG