د لاس رسي وړ اتصالات

د هند سفیر: طالبان دې د سولې او ثبات لپاره ګام واخلي


په کابل کې د هند سفیر وینې کمار وایې چې د افغانستان ولسمشر د سولې لپاره د انس حقاني په شمول د دریو طالب بندیانو د آزادولو فیصله وکړه.

کمار له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې له طالبانو وغوښتل چې د ولسمشر محمد اشرف غني اعلان ته مثبت ځواب ووایې او د "سولې، امنیت او ثبات" لپاره ګام واخلي.

د افغانستان حکومت تېره اونۍ اعلان وکړ چې د انس حقاني د شبکې د مهم غړي انس حقاني په شمول درې طالب زندانیان خوشې کوي.

تمه دا وه چې ددغو کسانو په بدل کې به طالبان د امریکايي پوهنتون دوه استادان آزاد کړي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وروسته اعلان وکړ چې تبادله ځنډېدلې ده او انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید لاهم د حکومت سره بندیان دي.

د هند سفیر وایې چې په افغانستان کې ترهګري د بېلابېلو موخو لپاره کارول کېږي او د ترهګریزو اعمالو پر وړاندې باید هېڅ زغم نه وي.

د سفیر ویني کمار بشپړه مرکه دلته وګورئ او واورئ.

په افغانستان کې د هند له سفیر سره د امریکا غږ مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:02 0:00

XS
SM
MD
LG