د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند والي: د لښکرګاه ښار مهمې برخې له طالبانو نیول شوي


د هلمند مرکز لښکرګاه
د هلمند مرکز لښکرګاه

امنیتي مقامات وايي چې د لښکرګاه ښار مهمي مرکزي برخې يې تر خپلې ولکې لاندي راوستي خو لا هم د ښار د بشپړه تصفيې عملیات دوام لري.

د هلمند والي محمدولي علیزي د لښکرګاه ښار د موجوده حالت په اړه نن شنبه اګست اوومه (زمري ۱۶) امریکا غږ ته وويل چې په لښکرګاه کې د تصفيې عملیات ګړندي شوي.

ده وويل: " نننۍ جګړه کې د وسله والو طالبانو ۱۴۰ تنه وژل شوي او جسدونه يې لښکرګاه ښار کې پراته دي تر راتلونکو څو ساعتونو پوري به وروستي جزئیات درسره شریک شي خو کومانډویي ځواکونو لخوا د ښار د تصفیه عملیات روان دي او د هلمند اوسیدونکو ته ډاډ ورکوم چې د لښکرګاه ښار به په بشپړه ډول د افغان ځواکونو په هڅو او سرښندنو پاکوو."

بلي خواته د لښکرګاه ښار اوسیدونکي هم وايي چې د ښار د قلعه کهنه، کارته لګان، ساپیان، منار چوک، سولې چوک او ځيني نورو برخو کې اوس افغان قواوي لیدل کیږي.

په ورته وخت کې افغان ځواکونو د لښکرګاه ښار له اوسیدونکو څخه غوښتي چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دي د تصفیوي عملیاتو په مهال د نظامي قواوو له امر څخه سر غړونه نکوي.

پدې باب د ۲۱۵ میوند قول اردو په یوه اعلامیه کې غوښتنه کړې چې د لښکرګاه ښار په هره برخه کې دا مهال افغان ځواکونه تر شک لاندې ځایونو او کسانو پلټنه کوي.

د لښکرګاه ښار اوسیدونکي وايي چې لاهم ښار په یوه جګړیز حالت کې دي او څوک له کوره بهر نشي را وتلای.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG