د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي: لښکرګاه کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې ۵۱ طالبان وژل شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې له تېر ماخستن راهیسې جګړه یو ځل بیا تونده شوې ده.

د هلمند د پوليسو ویاند محمد زمان همدرد د لښکرګاه ښار په ځینو برخو کې جګړه تائید کړه خو وايي چې جزئیات به يې وروسته شریک شي.

نوموړي نن یکشنبه اګست لومړۍ (زمري لسمه) امریکا غږ ته وويل: "عملیات روان دي تازدمه سرتیري هم په لښکرګاه ښار کې ځای پر ځای شوي جزئیات به يې وروسته شریک شي."

په ورته وخت کې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو ویاند ډګرمن عبدالقدیر بهادرزي د لښکرګاه ښار په اړوند سیمو کې د عملیاتو په هکله امریکا غږ ته وويل: "د لښکرګاه ښار په اړوند سیمو کې د ګډو عملیاتو پر مهال چي هوايي قواوو يې ملاتړ کاوه ۵۱ وسله وال طالبان وژل شوي چې ۲ يې مهم قومندانان وو او ۴۰ نور ټپیان شوي."

خو عیني شاهدان او د سیمې اوسیدونکي وايي چې دا مهال د لښکرګاه ښار د لومړۍ او دوهمي حوزې په ځينو برخو کې هم جګړه لیدل کیږي.

یادي حوزې د لښکرګاه ښار تر ټولو اساسي برخي بلل کیږي چې د ولایت مقام په ګډون یو شمېر دولتي ودانۍ د لومړۍ او د امنيې قوماندانۍ په ګډون ځيني نور دولتي تاسیسات بیا د دوهمي حوزې په اړوند سیمو کې موقعیت لري.

د هلمند یو لوړ پوړي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې تېره شپه تر ټولو سخته جګړه د ۹ او ۷ حوزې په اړوند سیمو کې وه چې له ځينو برخو څخه يې پوليسو تکتیکي شاتګ هم کړی.

سرچینې زیاته کړه چې: "د لښکرګاه د ۹ حوزې په اړوند سیمو کې هوايي بریدونه هم دوام لري او د هلمند پوهنتون ودانۍ سره هم جګړه ده تېره شپه تازه دمه سرتیري هم لښکرګاه ښار ته را رسیدلي چې مهمه دنده يې له دولتي تاسیساتو څخه د جګړې پر شا کول دي."

د لښکرګاه ښار اوسیدونکي وايي چې د تیري شپې راهیسې تر زرو زیاتي کورنۍ له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي او د جګړې په ترڅ کې د ملکي مرګ ژوبلي تر څنګ د ولسي خلګو کورونو ته هم زیان رسیدلی.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاءالله افغان امریکا غږ ته وويل چې د لښکرګاه ښار د امنیت په اړه اندېښنې تر بل هر وخت زیاتي شوي: "جګړه د هلمند پوهنتون ودانۍ ته رسیدلې دغه راز د ښار په ډيرو مهمو مرکزي برخو کې لکه د باغ وحش ساحه او ځینو نورو کې هم جنګ دوام لري عام خلګ د خپلو کورونو پرېښودلو په حال کې دي ټوله شپه جګړه اوس هم حالت د اندېښنې وړ دی."

په ورته وخت کې د هلمند روغتیايي مسئولین هم وايي چي د لښکرګاه ښار د روانو نا امنیو له کبله ملکي مرګ ژوبله هم رامنځته شوې خو طبي ټيمونه يې د ټپیانو په درملنه بوخت دي او وروستي ارقام به يې وروسته څرګند کړي.

په ورته وخت کې د هلمند یو شمېر اوسیدونکو د لښکرګاه ښار د خراب امنیتي حالت په غبرګون کې، تېره شپه په کابل کې د دفاع وزارت مخ ته د اعتراض غونډه وکړه او دې ولایت ته يې د بیړنۍ پاملرنې غوښتنه وکړه.

اعتراض کونکو اندېښنه وښودله چې که پر وخت د لښکرګاه امنیت ته پام ونشي ممکن دا ولایت د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

د لښکرګاه د وروستیو جګړو په تړاو وسله والو طالبانو رسنیو ته په لیږلي یوه بیان کې د ۹ او ۷ حوزې د نیول کیدو ادعا کړې او ويلي يې دي چې د لښکرګاه ښار په ځينو نورو برخو کې يې هم وړاندي تګ کړی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG