د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي: د هلمند پر زندان او کندهار پر تخته پل د طالبانو بریدونه دفعه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

امنیتي مقامات وايي چې د هلمند ولایت پر زندان يې د وسله والو طالبانو لوی برید پر شا تمبولی او له زندان څخه يې ساتنه کړې ده.

په لښکرګاه ښار کې دننه د هلمند پر عمومي زندان تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو ډله ییز برید وکړ خو چارواکي وایي امنیتي ځواکونو زندان ساتلی دی.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو ویاند ډګرمن عبدالقدیر بهادرزي د دوشنبې په ورځ اګست دوهمه (زمري ۱۱) امریکا غږ ته وويل چې په زندان باندې په حمله کونکو وسله والو طالبانو هوايي بریدونه شوي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

ښاغلي بهادرزي وويل: "تېره شپه لس ګونو وسله والو طالبانو د لښکرګاه پر زندان ډله ییز برید وکړ چې د ځمکنیو او هوايي قواوو په غبرګون کې ۳۸ وسله وال وژل شوي او ۲ تنه نور يې ټپیان دي، د وژل شویو برید کونکو طالبانو جسدونه په سیمه کې پراته دي او د زندان د ودانۍ په شمول زندانیان روغ رمټ دي."

بلي خواته د لښکرګاه ښار اوسیدونکي وايي چې جګړه دا مهال د ښار د منار چوک، هیلۍ چوک او د قلعه کهنه یا زړې کلا په سیمو کې دوام لري.

د لښکرګاه ښار اوسیدونکي دغه راز زیاتوي چې سل ګونه کورنۍ د جګړو په سیمه کې بند پاته دي.

د کندهار تخته پل ولسوالۍ کې جګړه

د کندهار امنیتي مقامات بیا وايي چې په تخته پل ولسوالۍ کې تېره شپه پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه شوي چې په ترڅ کې يې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي.

د تخته پل امنیه قوماندان دوهم څارن هاشم رېګوال امریکا غږ ته وويل چې تېره شپه دوې بجې په لوړ شمېر کې وسله والو طالبانو د مېله پل پر امنیتي کمربند ډله ییز برید وکړ چې د ځمکنیو او هواي قواوو له لوري پر شا وتمبول شو.

ده وويل: "د سپین بولدک او نورو سیمو څخه وسله وال را ټول شوي وو او د مېله پل پر امنیتي کمر بند يې برید وکړ چې موږ مقاومت وکړ او هوايي مرسته هم را ورسیده چې په پایله کې يې برید وځپل شو او ۳۵ وسله وال يې وژل شوي او موږ ته يې ۳ هاموي ټانکونه هم په لاس راغلي."

تخته پل د کندهار ښار په جنوب ختیځ کې د سپین بولدک سره په سرحد کې پرته ولسوالي ده دا مهال د افغان قواوو مهم مرکز بلل کیږي.

وسله والو طالبانو د لښکرګاه ښار په بیلا بیلو برخو کې د جګړو د دوام تائید کړی او رسنیو ته په لیږلي یوه بیان کې يې ادعا کړې چي مهمو دولتي ودانیو ته يې خپل بریدونه نږدې کړي خو د کندهار د امنیتي پېښو اړه يې رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG