د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي منابع: حکومتي امنیتي ځواکونه د پنجوايي ولسوالۍ له مرکزه وتلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

تر شدیدو جګړو وروسته نن سهار وختي افغان قواووي د پنجوايي ولسوالۍ له مرکز څخه پر شا شوي.

امنیتي منابع وايې چې د پنجوايي ولسوالۍ او کندهار ښار ترمنځ امنیتي کمربند د ښار ۷ حوزې ته را رسیدلی.

پنجوايي د کندهار په جنوب کې د ښار له ۷ حوزې سره په سرحد کې پرته ولسوالي ده.

یاده ولسوالي له تیري یوې اونۍ راهیسې د وسله والو طالبانو له لوري کلابنده وه چې نن سهار يې سقوط وکړ.

د کندهار امنیتي مقامات د پنجوايي ولسوالۍ د سقوط په اړه تبصره نه کوي.

خو د کندهار یو لوړپوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط نن یکشنبه جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) امریکا غږ ته وويل چې تیره شپه له کندهار ښار څخه تازه دمه سرتیري د پنجوايي ولسوالۍ مرکز ته رسیدلي او هلته محاصره سرتیري يې کندهار ښار ته انتقال کړي.

سرچینې وويل: "په تیره یوه اونۍ کې تر ۳۰ زیات امنیتي سرتیري په پنجوايي ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي د ولسوالۍ مرکز هم سخت محاصره و، خو د تازه دمه سرتیرو په مرسته د ولسوالۍ له مرکز څخه ټول سرتیري کندهار ښار ته رسیدلي او اوس د ولسوالۍ ټول تاسیسات د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي."

د پنجوايي ولسوالۍ سقوط ته په غبرګون کې د کندهار ښار اوسیدونکې د دې ښار د امنیت په اړه تر بل هر وخت زیات اندېښمن کړي او باور لري چي د پنجوايي ولسوالي سقوط پر کندهار ښار ستر اغېز لري.

د کندهار ولایتي شورا هم د پنجوايي ولسوالۍ په څېر د مهمو سیمو سقوط ته تُند غبرګون ښودلي او د کندهار د امنیت لپاره يې د مرکزي حکومت د ځانګړي پاملرنې غوښتنه کړې.

د کندهار د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکریزوال امریکا غږ ته وويل چې: "د کندهار د ولسوالیو امنیت د اندېښنې وړ دی د مهمو سیمو له لاسه وتل ښه حالت ندی مرکزي حکومت باید ژر تر ژره د کندهار د امنیت په برخه کې اقدام وکړي."

دغه راز په ژړۍ ولسوالۍ کې هم چي د پنجوايي په ګاونډ کې پرته ده د شدیدو جګړو راپورونه تر لاسه شوي.

بلي خواته امنیتي منابع وايې چې ولسمشر غني د کندهار د امنیت په اړه له ولایتي مقاماتو سره غږیدلی او په امنیتي برخو کې يې د ځينو بدلونونو تر څنګ د دې ولایت د امنیت ډاډ ور کړی.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په لیږلي یوه بیان کې ادعا کړې چې د پنجوايي ولسوالي يې په بشپړه توګه تر خپلي ولکې لاندي را وستې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG