د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د ښځو د حقونو لاریون ته غبرگونونه


د پاکستاني فعالانو د لاریون خاص خبره په لوحو لیکل شوې شعارونه و
د پاکستاني فعالانو د لاریون خاص خبره په لوحو لیکل شوې شعارونه و

په پاکستان کې د ښځو د حقونو فعالینو د ملک په مختلفو ښارونو کې د اتم مارچ په ورځ د خپلو حقونو لپاره لاریونونه وکړل چې د هغې په ځواب کې نارینوو د خپلو حقونو غږ پورته کړ

پاکستان کې د ښځو د حقونو فعالینو میرمنو د اتم مارچ په مناسبت د کراچۍ، لاهور، اسلام اباد او په نورو ښارونو کې لاریونونه وکړل او د لاریون نوم یې عورت مارچ یعني 'د ښځو لاریون' کیښود.

د دغو لاریونو خاص خبره په لوحو لیکل شوې شعارونه و چې په پاکستان کې یې د ډیرو نارینوو او ځینو ښځو غوسه پارولې ده.

د حقونو فعالانو په لوحو ځینې داسې خبرې لیکل شوي وې چې 'نارینه دې خپل کارونه پخپله کوي' او 'ښځه د ماشومانو پیدا کولو ماشین ندی'

د دغه شعارونو په ځواب کې ځینو نارینوو په ټولنیزو رسنیو 'د نارینوو لاریون' هیش ټیگ پیل کړ او د سړو د حقونو لپاره یې غږ پورته کړ.

ځینو سړو د ښځو غوښتنو ته سخت ځواب ووایه.

په پاکستان کې هغه کسانو کې چې دغو شعارونو ته یې سخت غبرگون وښود، د حکومتي گوند یعني د پي ټي آی د گوند د پارلمان غړی عامر لیاقت حسین هم شامل و. هغه د 'ښځو لاریون د ښځو ضد' وباله.

"دا د ښځو د حقونو ضد لاریون و، دا د ښځو د ریښتوني مسلو ضد لاریون و"

د نارینوو ترڅنگ ځینو ښځو هم د ښځو د لاریون او د غوښتنو ضد لیکنې وکړلې حتی د جمیعت العلما اسلام د سیاسي گوند یوې ښځینه غړې شاهده بې بې په پارلمان کې د ښځو په دغه ډول لاریونونو د بندیز غوښتنه کړیده.

خبریالې جویریه صدیقي په خپل ټویټر ولیکل چې د پاکستان د ښځو د حقونو فعالانو د غرب ایجنډا خپله کړیده او خپل کلتور یې هیر کړیدی.

په پاکستان کې په رسنیو او په ټولنیزو رسنیو د ښځو د حقونو غوښتنې ته دغه سخت غبرگون لمړنی ځل نه دی. تیر کال هم په پاکستان کې ښځو د اتم مارچ په مناسبت لاریون کړی و خو سږ کال په لاریون کې په زرگونو ښځو گډون کړی و.

د لاریون یوې تنظیمونکې صباحت پرویز په خپل ټویټر لیکلې دی چې راتلونکې کال به دغه لاریون نور هم لوی وي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG