د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن په تازه نښتو کې ۴۸ تنه وژل شوي دي


یمني چارواکي وايي چې په تېرو دوو ورځو کې د حکومتي ځواکونو او هوثي یاغیانو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي دي.

هوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي د ماریب او شبوا د ولایتونو ترمنځ سیمو باندې یې بریدونه وکړل، خو حکومت ته وفادارو ځواکونو بېرته وشړل.

د یمن د سیمه ييز پوځ قوماندان، مسافر الهریتي وویل "د خدای شکر دی چې مونږ حملې پر شا وتمبولي او تهاجمي برید مو وکړ. دوي پر مونږ برید وکړو خو مونږ بیرته پرشا وتمبول او د هغوي سیمو مو هم ونیولې. په راتلونکو څو ساعتونو کې مونږ د لازیات پرمختګ پیشبیني کوو. مونږ به خپلو عملیاتو ته ادامه ادامه ورکړو".

د هوثي یاغیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نافذ شوی اوربند اوس هم پلی کیږي، خو بیا هم کله ناکله ددواړو خواوو ترمنځ نښتې کيږي.

د دواړو خواو ترمنځ ګڼ خلک وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

اوربند اوږدمهاله هدف دا دی چې د دواړو خواوو ترمنځ دایمي سوله وشي. د ملګرو ملتونو په ملاتړ همدا اوس د یمن د سولې په هکله په کویټ کې مذاکرات روان دي.

ځیني خلک دغه جنګ ته د سعودي او ایران د نیابتي جګړې په سترګه ګوري، ځکه چې ایران د شعیه هوثیانو او سعودي بیا د ولسمشر عبد ربه منصور هادي پلوي کوي.

XS
SM
MD
LG