د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان صادرات ۶۱ په سلو کی زیات شوي


د افغانستان صادرات ۶۱ په سلو کی زیات شوي
د افغانستان صادرات ۶۱ په سلو کی زیات شوي

چارواکي ددې لوړېدو علت د ځینو طبي بوټو او زړو اوسپنو د صادراتو د کچی لوړیدل ګڼي.

د افغانستان د سوداګرﺉ د خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي سږ کال په هند کې داسې یو بوټي ډیر قیمته شوی چې په افغانستان کې زیات پیدا کیږي.

الکوزی وايي: "په هند کې د شیرین بویه ډیره قیمته شوې ده. موږ ډیره ښه شیرین بویه لرو. هره ورځ له افغانستان نه له شلو تر دیرشو ټنو شیرین بویه هند ته صادریږي".

پخوا به د افغانستان وچې او تازه میوې، قیمتي کاڼي، طبي بوټي، غالۍ او خینې نور توکي چې په زیاتره اروپایي او امریکایي هیوادونو کې مینه وال لري، د افغانستان مختلفو بندرونواو هوا له لارې بهرنۍ دنیا ته لیږدول کیدل. خو ترانزیتي ستونزو دا کار ټکنی کړی د ملک د صادراتو کچه یې هم تر ډیره کچه ا ټیټه کړې ده.

نن سبا د افغانستان صادراتي توکي په تیره بیا تازه او وچې میوې یوازې ګاونډي پاکستان ته ځي.

سودا ګر وایي د ترانزیتي لارو د نه شتون له امله او د مجبورﺉ له مخې دا توکي يوازې او یوازې پاکستان ته لیږدوي حال دا چې که نږدې هندوستان ته یې هم ورسولای شي نو ګټه به یې ۴ برابره وي.

تیر کال په پاکستان کې د موسمي سختو اورښتونو او سیلابونو له آمله د افغانستان صادرات هم زیانمن شوي وو. د سوداګریزو خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي، د افغانستان صادرات په تاریخ کې تر ټولو ټیټې اندازې ته رسیدلي وو. سږ کال په پاکستان کې سخت موسمي اورښتونه ندي شوي چې دا هم د افغانستان په صادراتو کې د لوړوالي یو علت ګڼل کیږي.

خو ښاغلی الکوزی وايي: د سږ کال لوړوالی دا نه ښيي چې موږ په صادراتو کې ډیر مخکې یو.

د سوداګریزو خونو چارواکي وایي که د ګاونډیانو سره شته ترانزیتي ستونزې حل شي نو په صادراتو کې تر ۷۰۰ ملیونو ډالرو زیاتوالی راتلای شي.

خو بلې خوا ته د سوداګرﺉ د چارو مسوولین وايي، د روان کال یوازې په لومړنیو ۴ میاشتو کې نږدې د یو ملیارده او ۴۵ ملیون ډالرو په ارزښت توکي افغانستان ته راغلي دي. چې د افغانستان د صاداراتو له اندازې نه څو چنده لوړ دي.

افغان سوداګر لکه د پخوا د څو لسیزو د شته ستونزو نه سر ټکوی او وایي په کور دننه د سړو خونو نه شتون او د ترانزیتي لارو بندیدل دوی اړ ایستي دي چې توکي په ارزانه بیه وپلوري.

حاجی نجابت حیدری افغان سوداګر وایي: "متاسفانه موږ یو د پاکستان بازار لرو نور بل ځای بازار نلرو. پاکستان د ترانزیت لار پر موږ باندې بنده کړې ده. موږ دولت ته څو ځلې پیشنهاد وکړ چې دغه لار راته خوشې کړي خو متاسفانه تر اوسه نده خوشې شوې".

جګړې په افغانستان کې بیلابیل ورانې ویجاړې پرې ایښي دي. خو نن سبا د جګړې پاتې شوني په افغانستان کې د صادراتي توکو له جملې نه شمیرل کیږي او د الکوزي په وینا د جګړې نه پاته زړې اوسپنې د صادراتو د لوړې کچې ۴۰ په سلو کې جوړوي. زړې اوسپنې هغه تجارتي توکي دي چې سږ کال په صادراتو کې بهر ته لیږدول شوي خو چارواکي له دې هم ناخوښي څرګندوي او وایي په کور دننه د اوسپنې د ویلې کولو ۱۲ فابریکې شته چې کولای شي دا اوسپنې بیا ورغاوي او ترې کار واخیستل شي.

له بلې خوا سوداګر د افغانستان پاکستان تر منځ د اپتا په قرار داد کې ځینې تخنیکي ستونزې افغان سودا ګر دې ته اړ باسي چی د قانون پر خلاف بهرني هیواد ته مالیه او محصول ورکړي.

د سوداګرﺉ خونې وايي د هیواد د درې ګونو قوو تر منځ د ټاکنو پر سر را ولاړ شوی کړکیچ هم پر سوداګرﺉ او بیو اغیز لري. د سوداګرﺉ خونې وايي، په داسې یو حالت کې هیڅ څوک د بنسټیزو کارونو خیال نه ساتي نو خکه خو دوی ګواښ کوي چې د ځواکونو د انتقال سره سم به هیواد د اقتصادي نظره انتقال نه شي تر سره کولای او که ستونزې حل نشي نو هیواد به یې پدې برخه کې ګاونډیانو ته همداسې اړ پاتې شي.

XS
SM
MD
LG