د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د ښځو د حقوقو لپاره میرمنو سوله ایز لاریون وکړ


د یوه ملیارد په نامه یونړیوال حرکت د فیبرورۍ په ۱۴ مه نېټه نړیوال لاریون وکړ او د ښځو د حقوقو د تظمین او ژغورنې غوښتنې یې وکړه. ددغه حرکت فعالین او تنظیم کونکي په نړیواله کچه هڅه کوي چې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي په هکله عامه پوهاوی زیات کړي او د نړیوالو نه وغواړي چې دې موضوع ته پاملرنه وشي. په کابل کې هم په لسکګونو تنو د ښځو د حقوقو فعالینو په همدې مناسبت په یوه لاریون کې چې د درالامان څخه د پارلمان تر ماڼۍ پوري تنظیم شوی وو، ګډون وکړ او په افغانستان کې یې د ښځو پر وړاندې د تشدد د ختمیدو غږ پورته کړ.

ددغه نړیوال حرکت او په افغانستان کې د ښځو د وضیعت په هکله مونږ دغه ریپوټ چمتو کړی دی چې په لاندي لینک کې یې اوریدلای شیْ

XS
SM
MD
LG