د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: د نړۍ په کچه د مهاجرو شمیر زیات شوی دی


د مهاجرینو شمیر د هیوادونو په حساب
د مهاجرینو شمیر د هیوادونو په حساب
د ملگرو ملتونو د مهاجرو اداره وایي چې د ١٩٩۴ کال راوروسته په ٢٠١٢م کال کې تر بل هر وخت زیات خلک مهاجرشوي یا په خپلو هیوادونو کې دننه بې ځایه شوي دي.

دغې ادارې پرون د چهارشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې ویلی دي چې پروسږکال د جگړو او نورو بحرانونو په وجه په هرو څلورو ثانیو کې یو کس مجبور شوی دی چې خپل کور کلی پریږدي او کومي بلي خواته ولاړ شي.

ددغي ادارې په رپوټ کي دا هم ویل شوي دي چې په ٢٠١٢م کال کي څه د پاسه ۴٥،٢ ملیونه خلک بې ځایه شوي وو، په داسي حال کي چي دا شمیر په ٢٠١١م کال کي ۴٢،٥ ملیونه تنه وو.

د ملگرو ملتونو د مهاجرو د ادارې رئیس ( انتونیو گوتیریز) وویل چي دا شمیر ښئي چې د انفرادي اشخاصو ژوند د زیاتو ستونزو سره مخامخ دی.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې جگړه د خلکو د بې ځایه کیدلو ډیر لوی عامل دی چې د ټولو مهاجرینو څه د پاسه ٥٥ فیصده یې د هغو هیوادونو څخه دي چي جگړو ځپلي دي لکه افغانستان، سومالیا، عراق، سوریه او سوډان.

د مهاجرینو دغه اداره وایي چې د افغانستان نه په نړۍ کې تر ټولو زیات خلک مهاجرتونو ته مجبوریږي چې دا حال د تیرو ٣٢ کالو را هیسي دوام لري.

رپوټ دا هم وایي چې په مهاجرینو کې ۴٦ فیصده ماشومان دي چي عمرونه یې تر١٨ کالو کم دي.
XS
SM
MD
LG