د لاس رسي وړ اتصالات

غني د دفاع وزارت د قراردادونو د بیاارزونې امر وکړ


د دفاع وزارت د ٢٨٠ میلیونو ډالرو د تیلو یو قرارداد هم ارزول کیږي
د دفاع وزارت د ٢٨٠ میلیونو ډالرو د تیلو یو قرارداد هم ارزول کیږي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پوځ د ټولو لوژیستکي قراردادونو د ارزونې فرمان د هغو ادعاو د رامنځ ته کیدو وروسته صادر کړ چې ویل کیږي د ٢٨٠ میلیونوډالرو په ارزښت د تیلو د یو قراداد په داوطلبۍ کې لاسوهنه شوې ده.

د افغانستان د ملي اردو د قراردادونو د ارزونې د ټیم مسؤل حمیدالله فاروقي د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي د پوځي یونیفورم څخه نیولې د سرتیرو د خوراک لپاره د وریجو د قرادادونو پورې ١٢ قراردادونه ارزول کیږي.

ښاغلي فاروقي ویلي دي چې د جمهور رئیس غني له لورې د موظف شوي ټیم د ارزونو لومړی پړاو د یوې یا دوو اونیو په ترڅ کې بشپړیږي.

د جمهوري ریاست دغه نوی فرمان په داسې حال کې صادریږي چې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانگړي مفتش د جمهور رئیس سره ولیدل او د قراردادونو په داوطلبۍ کې د لاسوهنو په هکله یې اندیښنه څرگنده کړه.

یو افغاني مقام چې ویې نه غوښتل نوم یې واخیست شي د رویترز آژانس ته ویلي دي چې د تیلو په گډون ټول لوژیستکي قراردادونه د امریکا د پلټنو په وجه فسخه شوي دي.

ټاکل شوې چې جمهور رئیس غني د مارچ د میاشتې له ۲۲ څخه تر ۲۵ پورې د امریکا متحده ایالتونو ته سفر وکړي او له افغانستان څخه د ٢٠١٦ میلادي کال تر پایه د امریکایي سرتیرو د ایستلو د پروسې د ورو کولو په اړه خپله غوښتنه بیا تکرار کړي.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د رامنځ ته کیدو راوروسته جمهور رئیس غني هڅه کړې ده چې خپلې اړیکې د امریکا له متحده ایالتونو سره چې د افغانستان ستر مرستندوی دی، ښه کړي. هغه اړیکې چې د ښاغلي کرزي د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې ډیرې سړې شوې وې.

د افغانستان نوي جمهور رئیس تعهد کړی چې له هیواد څخه د اداري فساد جړلی وباسي او نړیوالو مرستندویانو ته ډاډ ورکړي چې د هغوی مرستې به په پوره احتیاط او روڼوالي مصرفیږي.

XS
SM
MD
LG