د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایانو د خپلواکۍ ۲۳۹ کلیزه په اورلوبو ولمانځله


په زرګونو خلک د اورلوبو نندارې ته راوتلي وه
په زرګونو خلک د اورلوبو نندارې ته راوتلي وه

د جولاۍ پر څلورمه متحده ایالتونو کې له برتانیا څخه د دې هېواد د آزادۍ ۲۳۹ کلیزه لمانځل کېږی.

امریکایان دغه ورځ په رسم گذشت، اور لوبو او کنسرتونو باندې لمانځي.

د امریکا په پلازمینه واشنگټن کې به د شنبې شپې د آزادۍ د ورځې جشن وي او په کنسرت کې به د امریکا منلي او پیژندل شوي هنرمندان، خپلو هېوادوالو ته د دې ورځې د مبارکۍ په ویاړ سندرې او ملي ترانې ووایي.

ولسمشر اوباما به هم په سپېنې ماڼۍ کې د سلګونو پوځي چارواکو او د هغوی د کورنۍ کوربه وي.

اخوا په اروپا کې د امریکا د پوځ ارګسترا د اوکراین په پلازمینه کیف کې هم د خپل هېواد د ازادۍ ورځ د یو وړیا کانسرت له لارې ولمانځله.

د دغې ډلې ویاند وویل دوی هغه نښه له ځانه سره لرله چې اوکراین او امریکا یې د ازادۍ د سنبول په توګه پېژني.

په ۱۷۷۶ کال کې د جولاۍ په څلورمه د امریکا د ۱۳ ایالتونو استازيو په رسمي توګه د آزادۍ اعلان وکړ او د برتانیا سره یې د اړیکو د پرې کولو پرېکړه تصویب کړه.

په دې هیواد کې د آزادۍ جگړه تر یادې شوې نېټې یو کال مخکې پیل شوې وه، دازادۍ جگړې د پاریس تر هوکړه لیک پورې دوام وکړ.

دغه هوکړه لیک په۱۷۸۳ کال کې لاسلیک شو او د امریکا د متحده ایالتونو استقلال ېې په رسمیت وپېژانده .

XS
SM
MD
LG