د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د پوځ متقاعد جنرال او د استخباراتو د مرکزي ادارې (CIA) مشر جنرال ډیوډ پیټریس د خپلې دندې استعفاه کړیده.


د امریکا د پوځ متقاعد جنرال او د استخباراتو د مرکزي ادارې (CIA) مشر جنرال ډیوډ پیټریس د خپلې دندې استعفاه کړیده.
هغه د دندې د پریښودو دلیل د خپلې میرمنې نه علاوه د یوې بلې میرمنې سره نامشروع اړیکې ښودلې دی.
جنرال ډیوډ پیټریس په عراق کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د جګړې د کامیابه کیدو په خاطر ښه نوم ګټلی ؤ.
هغه د استخباراتو د مرکزي ادارې کارکوونکو ته په یوه لیک کې ویلي دي چې خپله استفاه یې د پنجشنبې په ورځ شخصاً د امریکا ولسمشر براک اوباما ته سپارلې ده.
پیټریس په لیک کې لیکلي دي چې ډیر ناسم قضاوت یې کړی او دا هغه څه دي چې د یو مشر د شان سره نه ښایي او د منلو وړ هم ندی.
د پوځ دغه پخواني جنرال همدرانګه ویلي دي چې د استخباراتو په مرکزي ادارې کې کار کول د هغه لپاره ډیره د ویاړ خبره ده او هم یې د خپلو کارکوونکو نه د هغوي د غوره خدمتونو په خاطر منه کړیده.
په عین حال کې د امریکا ولسمشر براک اوباما ویلي دي چې جنرال ډیوډ پیټریس د پوځ د یوه قوماندان او د استخباراتو د مرکزي ادارې د مشر په صفت د خپل کار په موده کې امریکا خوندي او د خطرونو نه بچ کړیده.
پیټریس اوس شپیته کلن دی او د ویسټ پواینټ د پوځي کالج نه تر فراعت وروسته د امریکا په پوځ کې داخل شو. هغه پوره 37 کاله د امریکا په پوځ کې خدمت وکړ چې د نړۍ یو تر ټولو نامتو او وتلي پوځي مشر په حیث وپیژندل شو. په پوځ کې د اوږده خدمت ورورسته تقاعد شو او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (CIA) مشر وټاکل شو.
د امریکا د پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش په وخت کې ستر جنرال ډیوډ پیټریس عراق ته د اضافي امریکایي ځواکونو د لیږلو اصلي پلان جوړونکی ؤ او کله چې امریکا په 2009 میلادي کال کې پریکړه وکړه چې افغانستان ته هم د عراق په شان اضافي عسکر واستوي، د پلان جوړونۍ مسؤلیت یې هم د همده په غاړه ؤ.
پیټریس د 2007 او 2008 کالونو په موده کې په عراق کې د امریکا او نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان ؤ . هغه پدې خاطر ښه نوم ګټلی دی چې په عراق کې ېې جګړه بریالۍ کړه او هم یې په هغه هیوا کې فرقوي او قومي شخړې ختمې کړلې.
په عراق کې د دندې د پای ته رسیدو نه وروسته، ستر جنرال ډیوډ پیتریس د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قومان وټاکل شو چې په افغانستان، پاکستان، عراق او یمن کې یې پوځي ماموریتونه څارل خو د 2010 میلادي کال د جولای په میاشت کې هغه په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان شو چې همدا یې د پوځي خدمت وروستۍ دنده هم وه.
XS
SM
MD
LG