د لاس رسي وړ اتصالات

رسول: پاکستان دي نور طالب بندیان هم آزاد کړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په پاکستان باندې ټینگار وکړ چې نور طالب بندیان خوشي کړی چې د افراطي ډلې سره په خبرو کې مرسته وکړي . ددغو خبرو هدف په افغانستان کې دجنگ ختمول دي.
زلمی رسول دغه غوښتنه نن د جمعې په ورځ د پاکستان دبهرنیو چارو د وزیرې حنا رباني کهر سره د خبرو په وخت کی وکړه .

دغو دواړو ډیپلوماتانو وروسته بیا خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د طالبانو سره د پخلاینې په برخه کې پرمختګ شویدی.

خو دوي پدې باره کې تفصیل ورنکړ چې په پاکستان کې د طالبانو د لوړ رتبه مامورانو د خوشي کیدو په باب دوی خبری وکړی یانه . د روانې میاشتې په سرکې افغان طالبانو ویلي وو چې پاکستان د دوي دیار لس غړي خوشی کړیدی خو د دوي پخوانی مرستیال مشر ملا عبدالغنی برادر ندی خوشی شوی چې په دوه زره لسم کال کې په پاکستان کې نیول شوی و.

افغانستان له ډیر پخوانه غوښتل چې بندي طالبانو ته لار لاس رسی ولري څو د سولی په ټپه ولاړو خبرو کې مرسته وکړي .د پاکستان ملاتړ د افغانستان د پخلاینې په کوښښونو کې ډیر مهم گڼل کیږي.

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو نن دجمعې په ورځ ومنله چې د راتلونکي کال په سر کې به په کابل کې داسلامي علماوو یوکنفرانس جوړ شي. ددغه کنفرانس هدف دا دی چې په افغانستان کې د پخلاینې د کوښښونو ملاتړ وکړي.

دغه ماموران غواړي چې دغه علما طالبانو، ځانمرگواو نوروافراطیانو ته پیغام واستوی چې افراطي اعمال د مذهب په نوم نشی توجیه کیدی .
XS
SM
MD
LG