د لاس رسي وړ اتصالات

دوه مخکښ کاندیدان د ټاکنو په دوهم پړاو اختلاف لري


دوه مخکښ کاندیدان د لومړنیو پایلو د اعلان په هکله بیل نطرونه لري، عبدالله عبدالله لا هم بریالیتوب ته په تمه دی خو اشرف غني احمدزي وایي چې ټاکنې دوهم پراو ته تللې دي.

د جمهوري ریاست یو مخکښ کاندید عبدالله عبدالله د لومړنیو پایلو له اعلان یوه ورځ وروسته د پایلو د اعلان په هکله په خپل غبرګون کې وویل، چې ټاکنې به دوهم پړاوو ته لاړې نه شي او دده په ګټه به په لومړي پړاوو کې تمامې شي.

عبدالله عبدالله خبریالانو ته وویل ‪"‬دا مهالې مونږ شکایتونو ته د رسیده ګۍ غوښتونکي یو، قانوني مواردو ته رسیده ګي غواړو، او که دغو قانوني مواردو ته ورسیږو او باطلې رايي لرې شي، اضافي رايې لرې شي، نو دوهم پړاوو ته تګ لپاره اړتیا نه پیدا کیږي.‪"‬


خو د جمهوري ریاست یو بل مخکښ کاندید اشرف غني احمدزي بیا وویل،چې ټاکنې دوهم پراوو ته ځي او دی د ټاکنو په دوهم پړاوو کې ګډون ته چمتو دی.

اشرف غني احمدزي پرته له دی چې د کوم کاندید نوم واخلې وویل چې ولي خلک د ټاکنو له دوهم پړاو نه ویره لري.

اشرف غني احمدزي وویل"ولې له دوهم پړاوو ډاریږو‬،د دوهم پړاوو د ټاکنو په باب زمونږ دریځ څه دی، که چېرې شکایتونو ته سمه رسیدګي شوې وای، د دوو کاندیدانو ترمنځ فاصله به په مراتبو کمه وای، حتی دا اعلان شوي ارقام هم ښيي، چې ټاکنې په لومړي پړاوو کې ګټونکی نه لري، تاکید پر دې باندې چې ټاکنې په لومړي پړاوو کې ګټونکی لري قانون تر پوښو لاندې کول دي.‪"‬

ائتلافي حکومت
دواړو مخکښو کاندیدانو چې د یکشنبې په ورځ یې په دوه جلا خبري غونډو کې خبریالانو سره خبرې کولې د بریالیتوب په صورت کې د ائتلافي حکومتونو جوړل رد کړل خو عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي په نطام کې د ټولو قومونو شتون ضروري وباله.

عبدالله عبدالله وویل، چې دی له نورو ټیمونو سره په تماس کې دی ‪"‬د ائتلاف مسئله مطرح نده، خو له ټولو ټیمونو سره په اړیکه او تماس کې یو.‪"‬

اشرف غني احمدزي وویل، که بریالی شي، یو ملي حکومت جوړوي او که بریالی نه شي نو په راتلونکي حکومت کې برخه نه اخلي او په اپوزیسیون کې به پاتې شي.

اشرف غني احمدزي زیاته کړه ‪"‬ماته چې چا رایه راکړې راته وايي، چې د پردو تر شاه معامله مه کوه‪"‬

د ټاکنو د مهالوېش په اساس اوس د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون وار دی چې د ټاکنو د کمیسیون له لورې په لومړنیو اعلان شوو پایلو کې څومره بدلون راولي خو دا به په وروستیو پایلو کې په ډاګه شي، چې ټاکنې دوهم پړاوو ته ځي او کنه.

که ټاکنې دوهم پړاوو ته لاړې شي، نو د جوزا په اوومه به ترسره شي.
بل خوا د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون وايي چې د لومړنیو اعلان شوو پایلو په باب د شکایتونو د ثبتولو نیټه یې د نن ماښام اوو بجو نه د دوشنبې ماښام اوو بجو ته غزولې ده.

ددغه کمیسیون ویاند امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د نن ورځې په اوږدو کې یې په لومړنیو اعلان شوو پایلو څلور شکایتونه ترلاسه کړي دي.

تیره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون شکایتونو د ثبتولو لپاره د یکشنبې ماښام اوه بجي ټاکلې وی، خو د یکشنبې په ورځ عبدالله عبدالله دا موده د شکایتونو د ثبتولو لپاره کافي ونه ګڼله او ددریو ورځو اوږدیدلو غوښتنه یې وکړه.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي وایي چې تراوسه یې د رایو د باطلیدلو په باب په بو مورد کې هم وروستۍ پریکړه نه ده کړی.
XS
SM
MD
LG