د لاس رسي وړ اتصالات

احمدزي او عبدالله یوه ګډه اعلامیه لاس لیک کړه


د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله په افغانستان کې د ټاکنو وروسته د ملي وحدت حکومت جوړولو لپاره یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ د ګډې اعلاميې د لاس لیک خبر په یو خبري کنفرانس کې چې د هغوی سربیره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبیش هم په کې حاضر وو خبریالانو ته اعلان شو.

دواړو کاندیدانو وویل چې دوی د افغانستان د ملي ګټو لپاره ددغې ګډې اعلامیې لاس لیک ته چمتو شوي‌ دي.

لومړی ښاغلي عبدالله دغه خبري کنفرانس ته خبرې وکړې او وویل چې ددې ژمنې سره چې د رائیو د پلټنې تخنیکي بهیر به لا هم پرمخ ځي دوی د سیاسي او ګډو اهدافو یو بل سره د همکارۍ پریکړه هم کړې ده.

ښاغلي عبدالله وویل "د انتخاباتو د ټولټاکنې نتیجه د پلټنې د تفتیش پر اساس اعلانیږي یو کس به لومړۍ رایه وګټي، بل به دویمه رایه وګټي، خو موږ ژمنه کړې چې یو ځای به سره کار وکړو د افغانستان په خاطر او د افغانستان د خلکو په خاطر".

د ښاغلي عبدالله په څیر اشرف غني احمدزي هم وویل چې د افغانستان وضعیت ته په کتنې د خپل سیال ټیم سره یې دغه اعلامیه لاس لیک کړې ده او دا ځکه چې د ښاغلي احمدزي په وینا دا دواړه کاندیدان د افغانستان خلکو ته مسول دي.

ښاغلي احمدزي وویل چې نور د ټاکنو په هکله نه غږیږي بلکې دوی به خپل منځو کې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په هکله خبرې کوي.

ښاغلي احمدزي وویل "ګډه اعلامیه زموږ د خپلو بحثونو زیږنده ده، زموږ د ځانګړو شرایطو نه درک دی چې یوه ملي اجماع د ملي وحدت د حکومت لپاره یوه مناسبه فضا د اصلاحاتو یو سرتاسري پروګرام عملي کړای شي. زموږ تعهدات د اساسي قانون په چوکاټ کې د یو ملي پروګرام عملي کول دي چې یو واحد حکومتي ټیم به یې پرمخ بوځي".

هغه وویل سر له نن به دوی ددغو اهدافو لپاره خپل سیال ټیم سره کار وکړي. ښاغلي احمدزي زیاته دواړو کاندیدانو دا منلې ده چې د پلټنو پایلې به مني، احمدزي وویل زموږ ټینګه هیله دا ده چې د سنبلې دوهمې هفتې پورې دا تخنیکي‌ پروسه پای ته ورسیږي او موږ وکړای شو چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر لوړې ته برابر کړو.

خو دواړو کاندیدانو د روانې عیسوي میاشتې د وروستۍ ورځې پورې د ټاکنو د پایلو د معلومولو په باب وویل چې که څه هم دا دواړه ټیمونه دې ته ژمن دي چې د پلټنو بهیر ګړندی کړي ، خو دا چې د اګست تر یودیرشمې پورې دا کار به بشپړ شي ډاکتر عبدالله ویل پکار نه دي‌ چې د رایو د پلټنې د بهیر شفافیت د وخت قرباني شي.

عبدالله عبدالله وویل چې د رائیو د پلټنې بهیر به یو ګټونکی او یو بایلونکی ولري ، خو هغه وویل چې د ملي وحدت حکومت به دواړه ټیمونه سره نږدې کړي.

دغو دواړو کاندیدانو د ګډې لاس لیک شوې اعلامیې د متحویاتو په باب خبریالانو ته معلومات ور نه کړل، هغوی فقط همدومره وویل چې دا اعلامیه د افغانستان د اساسي قانون د لارښودونو په اساس ترتیب شوې ده.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د دواړو کاندیدانو ترمنځ د لاس لیک شوې اعلامیې په باب وویل چې ددې اعلامیې له مخې به د افغانستان په موجوده سیاسي نظام کې د اجرائیوي ریس لپاره نوي تشکیلات رامنځ ته شي.

ښاغلي کېري وویل "زه غواړم دا واضح کړم چې دا موافقه د افغانستان اساسي قانون ته په درناوي کې ترتیب شوې ده چې د امریکا متحده ایالات یې په کلکه ملاتړ کوي. دا پارلماني نظام نه رامنځ ته کوي په مرکزي حکومت کې د جمهور ریس رول کې بدلون نه راولي ، خو د اجرایوي ریس لپاره نوي تشکیلات رامنځ ته کوي ترڅو خلک سره ګډ کار او هڅو ته وهڅوي چې د حکومت وړتیا زیاته شي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې له دې وروسته به نور دواړه کاندیدان د رایو د پلټنې د بهیر په کړنلار کې د نور بدلون غوښتنه ونه کړي او دا کار به ملګرو ملتونو ته پریږدي.

XS
SM
MD
LG