د لاس رسي وړ اتصالات

د سارک د سوداګرۍ خونې افغانستان کې پانګونه کوي


دا په کابل کې د سارک د سوداګرۍ او صنایعو د خونې لومړۍ غونډه ده.
دا په کابل کې د سارک د سوداګرۍ او صنایعو د خونې لومړۍ غونډه ده.

د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونې دا پلاوی وايي، چې تمه لري، په کندهار یا بل کوم ځای کې صنعتي پارک جوړ کړي او دا پارک به د سارک د ټولو غړو هیوادونو ګډ سوداګریز مرکز وي.

ددې پلاوي مشر، سوراج ویدیا وايي افغانستان له هغه تصؤیر څخه چې په اړه یې بهرنۍ نړۍ ته وړاندی شوی، توپیر لري.

نېږدې نهه کاله کیږي، چې افغانستان د سویلي اسیا د سیمیزو همکاریو د سازمان یا سارک غړیتوب لري، خو دا لومړی ځل دی، چې د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونه په افغانستان کې غونډه جوړه کړې ده.

د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونې پدې پلاوي کي په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق سره یو ځای درلوده، د نیپال، بوتان، هند، پاکستان او سریلانکا استازي شامل دي.

د سارک د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د افغانستان، بنګله دېش، بوتان، هندوستان، مالدیف، نيپال، پاکستان او سریلانکا جوړ دید سارک د سوداګرۍ او صنایعو اتاق مشر سوراج ویدیا وویل "کله چې زه بېرته لاړ شم، زما دنده به دا وي چې د سارک خلکو ته ووایمچې افغانستان پانګونې ته تیار دی او راځئ چې په افغانستان کې پانګونه وکړو."

د سارک د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د افغانستان، بنګله دېش، بوتان، هندوستان، مالدیف، نيپال، پاکستان او سریلانکا جوړ دی
د سارک د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د افغانستان، بنګله دېش، بوتان، هندوستان، مالدیف، نيپال، پاکستان او سریلانکا جوړ دی

د سارک د سوداګرۍ او صنایعو اتاق مشر سوراج ویدیا وویل "کله چې زه بېرته لاړ شم، زما دنده به دا وي چې د سارک خلکو ته ووایم چې افغانستان پانګونې ته تیار دی او راځئ چې په افغانستان کې پانګونه وکړو."

د سارک د سوداګرۍ د اتاق غړي وايي، افغانستان ورته ځکه مهم دی، چې د سارک هیوادونه له منځنۍ اسیا سره نښلوي، دوی وايي په افغانستان کې د زیربناوو، کرهڼې او توریزم په برخه کې پانګونې ته زمینې ښې برابرې دي.

د سارک د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق مرستیال هم دی وايي، چې افغانستان د سارک په هیوادونو کې ۸۵ سلنه له پاکستان او ۱۵ سلنه له هند سره تجارتي اړیکې لري، پاتې نورو سره یی دا ډول اړیکې یا تتې دي او یا یې هم هیڅ ورسره نلري.

افغان پانګوال وايي، چې یوازې پاکستان او هند دوی ته تجارتي ویزې ورکوي. د سارک پاتې هیوادونه دا کار نه کوي، دوی په افغان حکومت غږ کوي چې د سارک له سازمان سره دې دا ستونزه حل کړي.

بل لویه ستونزه د ټرانزيټ مسله ده، افغان پانګوال وايي، افغان سوداګر نه شي کولیچې د پاکستان له لارې بنګله دېش، نيپال یا بوتان ته ورسیږي. د سارک د سوداګرۍ په پلاوي کې د هند استازي راجیو چاده امریکا غږ ته وویل، "هند کولی شي، د نيپال، بنګله دېش، بوتان او افغانستان ترمنځ سوداګري ونښلوي".

افغانستان له هند او پاکستان پرته نورو کومو هیوادونو سره سوداګري غواړي، د افغانستان د سوداګرۍ د وزارت مرستیال مزمل شینواری وايي "کوشش کوو چې بنګله دېش او سریلانکا سره زمونږ اړېکې لا هم زیاتې شي."

سریلانکا د چایو ښه تولیدونکی دی او په افغانستان کې د چای لگښت هم زیات دی. ددې ترڅنگ غړو د سوداګرۍ په وړاندې یې د لویو سیاسي خنډونو یادونه هم وکړه.

XS
SM
MD
LG