د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني افسرانو د وژنې مسؤلیت پاکستاني طالبانو واخیست


د شمالي وزیرستان د غلام خان سرحدي سیمه
د شمالي وزیرستان د غلام خان سرحدي سیمه

په شمالي وزیرستان کې د څلورو پاکستاني سرتېرو د وژنې مسؤلیت پاکستاني طالبانو په غاړه واخیست.

یاد سرتېري پرون جمعه د وزیرستان د میرانشا په ډوګه سیمه کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د پاکستان پوځ په دې اړه یوه اعلامیه کې ویلي و چې، په دغه چاودنه کې څلور نور پاکستاني سرتېري ټپيان شوي هم دي.

د امریکا غږ د ډېوې څانګې د راپور له‌مخې د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني نن شنبه په یوه بیان کې ویلي، چې چاودنه دوی کړې او زیاته کړې ده چې د خپلو ملګرو د غچ اخیستلو لپاره به د پاکستاني سرتېرو وژنې ته دوام ورکړي.

د پاکستان پوځ پرون جمعه په یوه بیان کې ویلي چې تېره میاشت په شمالي وزیرستان کې لس پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

شمالي وزیرستان د افغانستان پولې ته څیرمه پرته قبائیلي سیمه ده
شمالي وزیرستان د افغانستان پولې ته څیرمه پرته قبائیلي سیمه ده

د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او پاکستاني پوځ ترمنځ تر کړکېچ وروسته په شمالي وزیرستان کې وضعیت ترینګلی شوی دی.

د پاکستان پوځ له دې مخکې په دغه سیمه کې د وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نوم عملیات پيل کړي و چې ویلي، ښه نتیجه یې ورکړې ده.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د بلوچستان ایالت د هرنايي په سیمه کې هم د سړک غاړې ماین یوې چاودنې دوه پاکستاني عسکر ووژل.

XS
SM
MD
LG