د لاس رسي وړ اتصالات

په تېرو دریو میاشتو کې یو میلیون افغانانو پاکستان او ایران ته تګ راتګ کړی


افغان کډوال
افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان وایي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې تقریبآ یو میلیون افغانان د ایران او پاکستان له پنځو سرحدي دروازو څخه افغانستان ته او یا له افغانستان څخه دغو هېوادونو ته تللي او راغلي دي.

د دغه راپور په اساس د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د مارچ تر پای پورې څه باندې ۵۶۷زره کسان د ایران او پاکستان له لارې افغانستان ته داخل شوي دي او څه باندې ۴۰۶زره نور کسان بیا له افغانستان څخه پاکستان او ایران ته تللي دي.

په راپور کې ویل شوي دي: «له افغانستان څخه ایران ته د خلکو داخلېدل له ایران څخه افغانستان ته د خلکو تر تګ زیات وو.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي افغانان یوازې د امنیت او اقتصادي فرصتونو لپاره دغو هېوادونو ته تللي نه دي، بلکې یو شمېر یې د علاج لپاره او د کورنیو د لیدو لپاره هم تللي دي.

دا اداره وايي چې د ایران او افغانستان په سرحدونو کې یې له ۵۰زره افغانانو سره خبرې او مرکې کړي دي.

له ایران څخه افغانستان ته راغلیو ۴۸ فیصده افغانانو ویلي دي چې شړل شوي‌ دي او ۳۲ فیصده نورو بیا ویلي دي چې په خپلې خوښې راستانه شوي‌ دي.

د دغې ادارې د معلوماتو په اساس د تېرکال د سپتمبر له میاشتې راهېسې له پاکستان څخه نیم میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي‌ دي.

په راپور کې ویل شوي‌ دي چې اکثریت دا خلک په خپله خوښه تللي، خو لوی علت یې له پاکستان څخه جبري اېستل او شړل ښودل کېږي. راپور وايي چې ۸۵ سلنه افغانان په خپله خوښه له پاکستان څخه راستانه شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان د شمېرو په اساس، دا مهال ۴.۵ میلیون افغان کډوال په ایران او ۳.۲ میلیون نور یې په پاکستان کې ژوند کوي.

په دې وروستیو کې ایران او پاکستان له خپلې خاورې څخه د بهرنیانو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده او افغانستان ته د افغانانو د ستنېدو یو علت هم دا دی، دا هېوادونه وايي هغه بهرنیان وباسي چې له قانوني‌اسنادو پرته هلته ژوند کوي. خو داسې راپورونه هم شته چې یو شمېر اسناد لرونکي افغان کډوال هم په زوره خپل هېواد ته ستانه شوي‌ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG