د لاس رسي وړ اتصالات

د هند سفیر: هند به د افغانانو د باور وړ همکار پاتې شي


د افغانستان او هند د امنیتي خبرو اترو څلورمه ناسته په کابل کې جوړه شوه.

په کابل کې د هند سفیر ویني کمار وايي چې د افغانستان او هند تر منځ د دوه اړخیزه ستراتیژیکو همکاریو د تړون له‌مخې په وروستیو څو کلونو کې هند له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي دي.

ښاغلی کمار چې نن یې په کابل کې د افغانستان او هند د امنیتي خبرو اترو په څلورمه ناسته کې خبرې کولې وویل:"که څه هم زموږ په شاوخوا کې ډېر څه روان دي، خو د افغانستان لپاره د هند بنسټیزه تګلاره دا ده چې د یو خپلواک افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي، تر هغه چې افغان حکومت زموږ سره همکار وي، موږ به هم د افغانستان او د دې هېواد د خلکو د باور وړ همکار پاتې شو."

په کابل کې د هند سفیر همدارنګه وویل چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو اترو ملاتړ او هرکلی کوي.

د هند سفیر وايي هېواد یې له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي دي

د افغانستان او هند د امنیتي خبرو اترو څلورمه ناسته د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ او د هند د امنیتي او دفاعي خدمتونو د انسټیټیوټ له خوا جوړ شوې وه، چې په دغه ناسته کې له ترورېزم سره د افغانستان او هند د مبارزې تجربو ته ځانګړې شوې وه.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر ډاکټر داود مرادیان وايي چې په دغه ناسته کې له ترورېزم سره د مبارزې، پراختیا او په سیمه ییزه او نړیواله کچه د وروستیو بدلونونو په اړه بحث کېږي.

ښاغلی مرادیان وايي چې دوی پر دې بحث کوي چې څنګه د افغانستان، هند او امریکا په ګډون یو ائتلاف رامنځته کړي تر څو له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه وکړي.

مرادیان وویل:"موږ له یوې دولتي ترهګرۍ سره مخ یو، چې له پاکستانه سرچینه اخلي، چې دا ترهګري هم د افغانستان ملي امنیت ته ګواښ دی او هم د هند، موږ باید په ګډه د دغه ګډ دوښمن پر وړاندې له یو بل سره همکاري وکړو."

د افغانستان او هند ورته لومړۍ ناسته په ۲۰۱۶ کال کې په هند کې جوړه شوې وه

​د افغانستان او هند د امنیتي خبرو اترو لومړۍ ناسته د ۲۰۱۶ په مارچ کې د هند په پلازمېنه ډهلي کې جوړه شوې وه، دوهمه ناسته یې د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر کې په هرات کې جوړه شوې وه، او درېیمه ناسته د ۲۰۱۷ په سپتمبر کې په ډهلي ښار کې جوړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG