د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د دریو لوبو لړۍ دوه-یوه پر بنګلدېش وبایلله


دا لومړی ځل و، چې بنګلدېش او افغانستان د دریو ورځو سیریز وکړ
دا لومړی ځل و، چې بنګلدېش او افغانستان د دریو ورځو سیریز وکړ

بنګلدېش د دغې لړۍ وروستۍ لوبه په ۱۴۱ منډو وبایلله. لوبه د بنګلدېش په غازي لوبغالي کې وشوه.

د بنګلدېش لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړی بېټینګ وکړ او افغانستان ته یې د ۲۸۰ منډو هدف ورکړ، چې د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۳۸ منډو وسوځېدله او په دې ډول یې دغه سیریز یې دوه-یوه وبایله.

د شنبې د ورځې د ماتې مهم علت شاید د کپټان اصغر ستانکزي خراب فیلډینګ و، چې په درېیم اور کې یې د تمیم اقبال کیچ وغورځوه، هغه مهال تمیم لا پنځه منډې هم نه وې کړې، خو له همدغه چانس نه یې طلایي ګټه واخیسته.

تمیم اقبال ۱۱۸ منډې وکړې او د همدغو منډو له کبله افغانستان ماتې وخوړه.

افغانستان د دغه سیریز لومړنۍ لوبه په اوو منډو وبایلله او دویمه یې وګټله. په لومړۍ لوبې کې هم د ځینو په باور د کپټان د تېروتنو او په حساس وخت کې د هغه د سوځېدو له کبله افغانستان ماتې وخوړه.

دا د بنګلدېش او افغانستان ترمنځ د نړیوالو لوبو لومړنی سیریز و. افغانستان او بنګلدېش تر دې دمه پنځه یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي چې درې یې بنګلدېش او یوه یې افغانستان ګټلې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG