د لاس رسي وړ اتصالات

ولي په غزني کې ټاکنې نه کیږي؟


غزني په ولسي جرګه کې ۱۱ استازي لري
غزني په ولسي جرګه کې ۱۱ استازي لري

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله یې په غزني ولایت کې د لږ تر لږه څلورو میاشتو لپاره د ولسي جرګې ټاکنې ځنډولي.

د کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات امریکا غږ ته وویل چې د ټاکنو د قانون له مخې په دې اړه یو کمیسیون ټاکل شوی چې حالات و ارزوي او بیا د ټاکنو د ترسره کېدو او نه کېدو په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلي سادات وویل که له څلور میاشتو وروسته بیا هم کومه ستونزه نه وه، ښايي د بل کال د حمل په میاشت کې د ولسمشرې له ټاکنو سره یو ځای د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې هر ترسره شي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسون د سه شنبې په ورځ (اګست۲۸) اعلان وکړ چې له غزني پرته به په ټول افغانستان کې انتخابات په خپل وخت کیږي.

مګر ولي د غزني انتخابات وځنډول شول؟ علت یې څه دی؟ ایا د ټاکنو له ځنډولو پرته کومه بله حل لار نه وه؟

جعفر هاند دا او نورې پوښتنې له ښاغلي سادات څخه کړي دي. مرکه یې دلته واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:13:23 0:00

XS
SM
MD
LG