د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: افغانستان د ترهگرۍ پوهنتون دی


ښاغلي ټرمپ په سپینې مانۍ کې خبریالانو ته دا څرګندونې کړي دي
ښاغلي ټرمپ په سپینې مانۍ کې خبریالانو ته دا څرګندونې کړي دي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د افغانستان په اړه په یوې وینا کې ویلي دي چې افغانستان د ترهگرۍ لپاره د هارورد پوهنتون دی.

ولسمشر ټرمپ خپله هغه خبره تکرار کړې ده چې که وغواړي په یوه اونۍ کې د افغانستان جگړه گټلې شي خو نه غواړي لس ملیونه افغانان ووژل شي.

هغه وویل: "دا ما مخکې هم ویلي دي او اوس یې هم وایم. که مونږ د افغانستان جنگ گټل غوښتل نو مونږ به په یوه اونۍ کې گټلی وای. زه دا نه غواړم چې لس ملیونه افغانان ووژنم."

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په اوږد مهاله حضور انتقاد وکړ او وویل چې امریکایي عسکر هلته لکه د پولیسو کار کوي.

نوموړي وویل "داسې ښیي مونږ جگړه نه کوو بلکه مونږ امنیتي ځواک یو. ډیر کلونه وشول چې مونږ هلته لکه د پولیسو پراته یو او مونږ باید امنیتي ځواکونه ونه وسو.​"

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه "مونږ د افغانستان د حکومت سره خبرې کوو. د طالبانو سره خبرې کوو. مونږ د نورو سره خبرې کوو. مونږ مختلف اړخونه څېړو، مونږ په افغانستان کې ١٨ کلونه تیر کړیدي.​"

ده زیاته کړه چې هغه غواړي د دغه جنگ د ختمولو لپاره مختلف اړخونه ولټوي. هغه د طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته په اشاره وویل چې په یوه لاره یې هغوې اوس لگیا دي کار کوي.

هغه وویل "زه نه پوهیږم چې دغه پلان به ما ته او هغوې ته د قبلولو وړ وي او کنه. خو مونږ ډیرې ښې خبرې کوو. دا هغه څه دي چې بل بو ولسمشر نه دي کړي. مونږ به ځینې عسکر بیرته راوباسو خو مونږ به هلته شتون ولرو."

ټرمپ دا هم وویل چې پدی پوهیږي چې طالبان د افغانستان د حکومت درناوې نه کوي. "او زه پدی پوهیږم. ماته معلومه ده. هغوي (طالبان او افغان حکومت) د ډېرې مودې راهیسې د یو بل سره نه جوړیږي. مونږ د ۱۹کلونو راهیسې هلته د امنیت ساتونکو په توگه کار کوو او دا ډیره اوږده موده ده."

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ په پرله پسې توگه دا یادونه کوي چې غواړي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر راکم کړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG