د لاس رسي وړ اتصالات

خبریالانو مرکز: د طالبانو له خوا د دوو تلویزیونونو تړل غیرقانوني دي


نور تلویزیون
نور تلویزیون

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوه خصوصي تلویزیونونو د فعالیتونو د ځنډولو په اړه د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون پریکړه د رسنیو د قانون سره په ټکر کې ګڼلې او ددغې پریکړې د لغوه کیدو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت تر مشرۍ لاندې د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۶( وري ۲۸) په یوه پریکړه کې د نور او بریا دوه خصوصي تلویزیونونو فعالیت د محمکې د پریکړې د اعلان تر مهاله وځنډوه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۷( وري ۲۹) په یوه اعلامیه کې ددغه کمیسیون ددغې پریکړې په اړه ویلي:" د افغانستان د خبریالانو مرکز دا اقدام د هیواد د ټولیزو رسنیو د قانون پرخلاف او د خپلواکو رسنیو د لا محدودیدلو هڅه ګڼي او ددغې پریکړې د لغوه کیدو او پرته د قید او شرط څخه ددغو دوو رسنیو د بیرته پرانیستلو غوښتنه کوي".

دغه مرکز ویلي چې د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې د افغانستان هر وګړی او سیاسي ګوندونه د رسنیو د تاسیس او فعالولو حق لري چې ددې سربیره په قانون کې راغلي چې رسنۍ په خپل مسلکي چارو کې خپلواکې دي او په کار نه دي چې چارواکي د هغوی کارونه محدود کړي او یا يې وګواښوي.

د طلوع نیوز رئیس او د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون غړي ذبیح الله سادات د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د نور او د بریا د تلویزیونونو د کار د ارزونې وروسته دغه کمیسیون پریکړه وکړه چې ددغو دواړو رسنیو فعالیت د" رسنیو د اصولو څخه د سرغړونې" او د " افغانستان ملي ګټو" سره د ټکر له امله وځنډول شي.

هغه ویلي چې ددغه کمیسیون د پریکړې له مخې د محکمې تر پریکړې به دغه دوه رسنۍ تړلې پاتې شي.

ښاغلي سادات د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې د نور تلویزیون پر خلاف په تورونو کې د موسیقي خپرول او د تلویزیون پرمخ د حاضریدو پرمهال ددغه تلویزیون ښځینه کارکوونکو له خوا د ماسک نه اغوښتلو تورونه شامل وو. همداشان هغه ویلي چې د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون له خوا د بریا تلویزیون له خوا د "طالبانو د حکومت او امریکا ترمنځ اړیکو" په اړه د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونو خپریدل رسنیو د قانون څخه د سرغړونو په توګه ګڼل شوي دي.

دغه مرکز په اعلامیه کې ویلي: " د افغانستان د خبریالانو مرکز دا څرګندوي چې هغه څه چې د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون له خوا ددغو دوو رسنیو د رسنیو د قانون څخه د سرغړونې په توګه یادې شوي، په حقیقت کې د رسنیو د قانوني حقونو یو جز دی".

ددغو دوو تلویزیوني رسنیو مسوولینو د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون د پریکړې وروسته ددغو دواړو تلویزیونونو دروازې تړل شوي دي.

د نور تلویزیون د جمعیت اسلامي د ګوند له خوا په ۱۳۸۶ لمریز کال کې په کابل کې تاسیس شوی و او د بریا تلویزیون د حکمتیار اسلامي حزب له خوا په ۱۳۹۶ لمریز کې په کابل کې تاسیس شوی وو.

طالبانو داسې مهال د دغو تلویزونونو فعالیتونه ځنډولي، چې حکومت یې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت هم بند کړی دی. د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي څه موده مخکې د سیاسي ګوندونو په فعالیتونو بندیز ولګوه او د «حزب» د ټکي کارول یې هم «جرم» بللی و. هغه ویلي وو که د طالبانو حکومت د چا نه خوښېږي، له افغانستان څخه وتلای شي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په رسنیو او رسنیو فعالیتونو کلک بندیزونه لګولي دي. د بې پولې خبریالانو سازمان څه موده مخکې په خپل یو راپور کې وویل چې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د ۵۴۷ رسنیو له ډلې یې اکثریت تړل شوي.

په دې راپور کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمیر له مخې ویل شوي، چې د ۱۵۰ تلویزیونو څخه اوس ۷۰ تلویزیوني خپرونې فعالیت لري او د ۳۰۷ راډیوګانو څخه ۱۷۰ یې پاتې دي. همداشان د ۳۱ خبري اژانسونو څځه اوس ۱۸ اژانسونه کار کوي.

په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۲۱ کال راهېسې په افغانستان کې تقریبا ۸۰۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې پرېښي او یا بې کاره شوي دي. تر طالبانو مخکې ۱۲۰۰۰ کسانو په دغې برخې کې کار کاوه. راپور همدغه راز ویلي وو چې له ۸۰ فیصدو څخه زیاتو ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې پرېښي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG