د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د فیسبوک د بندولو لپاره د طالبانو طرحې ته غبرګونونه


فیسبوک په افغانستان کې تر ټولو زیات کارول کیږي او مشهوره ټولنیزه شبکه ده چې له څه باندې تیرو دوه نیمو کلونو راهیسې د طالبانو له سانسور څخه خوندي پاتې شوې ده.
فیسبوک په افغانستان کې تر ټولو زیات کارول کیږي او مشهوره ټولنیزه شبکه ده چې له څه باندې تیرو دوه نیمو کلونو راهیسې د طالبانو له سانسور څخه خوندي پاتې شوې ده.

وروسته له هغه چې طالبانو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د فیسبوک ټولنیزې شبکې د محدودولو یا په بشپړ ډول بندولو پلان لري، د ټولنیزو شبکو یو شمیر کارپوهانو او کارونکو دا کار د بیان له ازادۍ او د مخالفو افکارو او عقایدو سره د طالبانو د رژیم ښکاره ضدیت بللی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د لومړي حکومت له ړنګېدو وروسته د بیان او رسنیو ازادي یوه له سترو لاس ته راوړنو څخه ګڼل کېده، خو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو په بیا واکمن کیدو او په رسنیو او د بیان پر ازادۍ باندې ددې ډلې د محدودیتونو له لګولو وروسته، دننه په افغانستان کې زیات شمیر رسنۍ وتړل شوې.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي امریکا غږ ته وویل، طالبانو د خپلې واکمنۍ په دواړو دورو کې ثابته کړه چې دوی د بیان له ازادۍ سره په کلکه مخالف دي.

میرمن رضايي وویل، چې طالبان د فیسبوک په بندولو سره غواړي "د فیسبوک له لارې د خپلو ظلمونو او جنایتونو د انعکاس مخه ونیسي"، ځکه د هغې په وینا که د دې ټولنیزې شبکې له لارې د طالبانو د جنایتونو ویډیوګانې او خبرونه خپاره شي، "نړۍ به پر طالبانو فشار راوړي".

نوموړې وویل چې طالبان غواړي د معلوماتو د خپرولو مخه ونیسي او په یوه بنده فضا کې "خپلو ظلمونو ته دوام ورکړي."

فیسبوک په افغانستان کې تر ټولو زیات کارول کیږي او مشهوره ټولنیزه شبکه ده چې له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې د طالبانو له سانسور څخه خوندي ده. که څه هم دا لا کره معلومه نه ده چې په افغانستان کې د فیسبوک څومره کاروونکي شته.

د افغانستان د ملي راډیو او ټلویزیون پخوانی رئیس اسماعیل میاخېل وايي، د مطبوعاتو او رسنیو ازادي د دموکراسۍ د بنسټیزې ستنې په توګه اوس په افغانستان کې نشته.

مياخېل له امريکا غږ سره په خبرو کې په افغانستان کې د فیسبوک د محدودولو يا بندولو په اړه د طالبانو پرېکړه د مخالفو نظريو پر وړاندې د دغې ډلې د مخالفت نښه وبلله. هغه وويل: "طالبان دموکراتيک نظام نه لري او هر هغه نظر چې د دوى د نظر خلاف وي، يا يې د اسلام ضد بولي او يا يې د ختمولو لپاره لاره مومي."

د مياخېل په باور، طالبان د مخالفو نظریاتو او بل ډول افکارو زغم نه لري او د فېسبوک د بندولو د پرېکړې لامل هم له همدې فکره راوتلی دی. په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بیان او رسنیو پر ازادۍ د سختو بندیزونو له لګولو وروسته، فیسبوک د معلوماتو ورکولو او د خلکو د پوهاوي په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

د سیاسي چارو کارپوه کریم پیکار، امریکا غږ ته وویل چې د فیسبوک په څیر ټولنیزې رسنۍ اکثر وخت خلکو ته د معلوماتو د چټک رسولو د وړتیا په دلیل د طالبانو په څیر د ځینو استبدادي حکومتونو د اندیښنو لامل کیږي.

پیکار وویل چې د فیسبوک په بندولو سره، د طالبانو حکومت په یو ډول "ځان له نړیوالې ټولنې څخه جلا کوي" چې د هغه په وینا دا به د دې ډلې د حکومت "د ناکامۍ" او وروسته پاتې کیدو سبب شي.

له بلې خوا، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو پرمخ لا هم منځني او لېسه ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، فیسبوک د زده کړو او د معلوماتو د تبادلې لپاره محرومو نجونو ته یوه مجازي لاره ده.

عزیزه چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د لسم ټولګي زده کوونکې وه، امریکا غږ ته وویل چې فیسبوک یوازینۍ کړکۍ ده چې د نړۍ له پرمختګونو او خبرونو سره د هغې اړیکه ټینګوي.

عزيزه وایي، چې د فيسبوک له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مطالب لولي او د افغانستان او نړۍ خبرونه چې د امريکا غږ په څېر د بېلابېلو رسنیو له لارې په فیسبوک کې خپریږي، تعقیبوي. هغه په افغانستان کې د فیسبوک د بندیدو په اړه اندیښمنه ده، ځکه چې معلوماتو ته د لاسرسي لپاره هغه بله لاره نه لري.

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر نجیب الله حقاني په دې وروستیو کې له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي وو چې په افغانستان کې د فیسبوک د محدودولو یا بندولو په طرحه د غور هدف د "ځوانانو د وخت او پیسو د ضایع کیدو تر څنګ د غیر اخلاقي مسلو مهارول" دي.

حقاني وویل: "زموږ او ستاسو ځوانان په داسې حال کې چې د علمي نظره کمزوري دي، اکثر یې بیسواده دي، نو په دې کار دا ټول وخت ضایع کول د پیسو ضایع کول دي. اوس یوه پالیسي جوړه شوې چې [فیسبوک] محدود کړو یا یې وتړو."

تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په ټولنیزو شبکو "ټیک ټاک" او پابجي ګیم (لوبې) باندې د بندیز خبر ورکړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG