د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوداګرو کراچۍ پرځای بندرعباس ته مخه کړې


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي هم تائیدوي چې د پاکستان له لارې په وارداتو کې کموالی راغلی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي هم تائیدوي چې د پاکستان له لارې په وارداتو کې کموالی راغلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواري، امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې په تیرو پنځه کلونو کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیټي ستونزې زیاتې شوي، له امله یې د کراچۍ د بندر له لارې افغانستان ته د ترانیزیټي مالونو واردول هم را کم شوي دي.

ښاغلي مزمل وویل " ... په دوه زره اتم او دوه زره نهم کې شپیته فیصده ترانزيټ زمونږ د پاکستان له لارې راته، اوس شاید د دیرشو فیصدو پورې هم نه وي".

مزمل شینواری وایي، اوس افغان سوداګر د کراچۍ د بندر پرځای د ایران د عباس بندر او د ازبکستان له لارې افغانستان ته مالونه واردوي.

ښاغلي شینواري وویل " د ایران له لارې که مخکې زمونږ واردت د پنځلسو څخه تر شلو فیصدو پورې وو، اوس د اوودیرشو څخه تر څلویښتو پورې ترانزیټ د بندر عباس له لارې دی او که چابهار فعال شي شاید دا اندازه نوره هم زیاته شي".

افغان سوداګر د پاکستان له لارې خپل هیواد ته د ملیاردونو ډالرو پرارزښت د ترانزیټي مالونو د واردولو ترڅنګ هرکال تر دوه نیمو میلیاردو ډالرو پورې مالونه چې زیاته اندازه یې خوراکي توکې دي هم له دغه هیواد څخه افغانستان ته واردوي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال وایي چې اوس له پاکستان څخه د خوراکي توکو په وارداتو کې هم کموالی راغلی دی او افغان سوداګر اوړه اوغنم له قزاقستان څخه او غوړي له مالیزیا څخه واردوي.

دمخه افغانستان یوازې تیل د منځنۍ اسیا له هیوادونو څخه واردول خو اوس نور ترانزیټي مالونه هم د ازبکستان له لارې افغانستان را راوړل کیږي چې د ټولو وارداتو تر شلو فیصدو پورې جوړوي.

مزمل شینواری وایي، افغانستان د وارداتو لپاره د متبادلو لارو لټول چې نږدې شپږ کاله وړاندې افغان حکومت پیل کړي وو ددې سبب شوی چې د پاکستان د لارې بندیدل د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو د بعیو په لوړیدلو ډیره اغیزه ونه کړي .

هغه وویل، د همدې اقداماتو له امله د تیرې یوۍ میاشتې راهیسې چې په تورخم کې د مالونو د تګ راتګ په برخه کې ستونزې رامخې ته شوي د افغانستان په بازارنو کې د خوراکي توکو بعیې ډیرې نه دي لوړې شوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي هم تائیدوي چې پاکستان له لارې افغانستان ته د ترانیزیټي مالونو په وارداتو کې کموالی راغلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيټ تړون کې د پاکستان له خوا د محدودیتونو د رامنځ ته کولو له امله افغان سوداګرو ایران او منخنۍ اسیا ته مخه وکړه.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال د مزمل شینواري د څرګندونو پر خلاف وایي چې د تورخم د لارې بندیدلو سره د افغانستان په مارکیټ کې د خوراکي توکو بعیې تر لسو فیصدو لوړې شوي وې.

افغانستان او پاکستان په ۱۳۸۹ کال کې د افغانستان پاکستان ترانزیټ تړون "اپټا" لاسلیک کړ خو افغان حکومت وایي پاکستان د دغه تړون د عملي کولو په برخه کې خنډونه راولاړوي او ددغه تړون بشپړعملي کولو مخه یې نیولې ده.

افغانستان لومړی په ۱۹۶۵ کې د پاکستان سره ترانزیتي تړون لاسلیک کړی وو، چې په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکټر نجیب الله د رژیم د ړنګیدلو وروسته پاکستان په کې په یو اړخیز ډول محدودیتونه رامنځ ته کړل چې بیا نږدې شپږ کاله وړاندې دواړو هیوادونو د اپټا تړون لاسلیک کړ.

XS
SM
MD
LG