د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په غزني ولایت کې د پولیسو پر پوستې برید کړی


Archive
Archive
افغان مقامات وايي چې د غزني په ولایت کې د پولیسو پر یوه پوسته د طالبانو په برید کې شپږ د پولیس افسران وژل شویدي.


یادشوي مقامات وايی چې دا پیښه دغزني په دیاک ولسولی کې د یکشنبې په ورځ وشوه. چې پکې یو پولیس ټپي شوی هم دی.

د فرانسې خبري اژانس د غرني د دوو دولتي مامورینو، د دیاک د امنیي قوماندان فضل حق ټولواک او د غزني ولایت د نطاق فضل سباون له قوله خبر ورکړې چې داسي معلومېږي چې د یاغیانو چې د پولیسو دننه مرسته کړې وي.

د دې پیښې نه وروسته د یو پولیس د لا درکه کیدو خبر هم ورکړل شویدی. اې ایف پي خبري آژانس د محلي مامورینو له قوله لیکلي دي چې یو پولیس مامور توقیف شویدی او د پیښې په اړه ورنه پلټنې روانې دي.
XS
SM
MD
LG