د لاس رسي وړ اتصالات

جرمي: په همدې میاشت کې طالبانو سره مخامخ خبرې کیږي


ټاکل شوې ده چې دافغان حکومت او د طالبانو دډلو استازي روانې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په پاکستان سره خبر ته کښیني.
ټاکل شوې ده چې دافغان حکومت او د طالبانو دډلو استازي روانې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په پاکستان سره خبر ته کښیني.

په کابل کې د برتانیا سفیر ډومنیک جرمي د جمعې په ورځ امریکا غږ اشنا تلویریون سره په مرکه کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل په باب هیله وښوده او ويې ویل چې دې تمه لري چې د افغان حکومت او د طالبانو دډلو استازي به په روانه عیسوي میاشت کې سره خبرو ته کښیني.

ښاغلي جرمي وویل " هغه څه چې زه فکر کوم په روانه میاشت کې د دې ډیر زیات امکان شته چې طالبان د خبرو میز ته راشي. خو بیا به دا یواوږد ورو بهیر وي، هغه څه چې زه یې د شمالي ایرلنیډ سره د خپل هیواد د خبرو څخه تجربه لرم، مونږ په خبرو کې پرمختګ او په شا تګ درلود، خو د ټولو مهمه داوه چې د سیاسي پلوه د ډیرو ستونزو او د خبرو په وخت د بریدونو د دوام سره سره مونږ د خبرو بهیر جارې وساته، مونږ ته دا ډیره څرګنده وه چې ترټولو مهمه مسله د شمالي ایرلینډ لانجې سوله ایز حل ته د خبرو له لارې رسیدل وو.".

د برتانیا سفیر ډومنیک جرمي چې نږدې دوه میاشتې وړاندې یې په افغانستان کې د دغه هیواد د سفیر په توګه کار پیل کړی،د سولې په برخه کې د افغان حکومت اقدامات د ملي یووالي د حکومت له خوا یو سیاسي جرات په توګه یاد کړ او ویې ویل چې د افغان حکومت د اقدامات د سولې په خبرو ښه اغیزه کولی شي.

د برتانیا سفیر وویل چې افغان چارواکو سره یې چې د سولې د خبرو او په دغه برخه کې د پاکستان د ونډې په باب خبرې کړي دا ورته څرګنده شوې چې د افغان حکومت په دننه کې ددغو خبرو په هکله یو ډول باور موجود دی.

ښاغلي جرمي وویل " هغه څه چې ما د افغان حکومت د چارواکو سره خبرې کړي دي، یوه اندازه باور شته دی، د پاکستان د وړتیا اود ټولې نړۍ د وړتیا په هکله، چې طالبان د خبرو میز ته راشي، او هغوی باید زورزیاتې ته شاکړي او ځکه چې داد افغانستان راتلونکې ده ".

ډومنیک جرمي د سولې د خبرو لپاره د خپل هیواد ملاتړ په باب وویل چې برتانیا ټول ښکیل اړخونه د خبرو بریالیتوب ته هڅوي.

ښاغلي جرمي وویل " مونږ د سولې د بهیر په هکله ډیر هیله من یو او مونږ په ټولو خواوو خپل نفوذ کاروو، چې خبرې بریالیتوب ته ورسیږي ".

د برتانیا سفیر نن د جمعې په ورځ د کرکیټ د نړیوال جام په مناسبت په کابل کې د برتاتیا، اسټرالیا، سویډن کمیتې او د یو افغان ښوونځي ترمنځ د کرکیټ د دوستانه لوبې د نندارې په وخت وویل چې سفارت یې هڅه کوي په افغانستان کې په ښوونځیو کې د کرکیټ د لوبې د ودې لپاره کاروکړي.

په سوله معامله نه کیږي

د برتانیا سفیر په افغانستان کې د سولې د خبرو په باب دا هیله په داسې حال کې څرګنده کړې چې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا ویلي چې افغان حکومت به د طالبانو سره د سولې په وخت د پردې ترشا کومه معامله ونکړي.

ښاغلي عبدالله وویل " غواړم قهرمان ملت ته دا ډاډ ورکړم چې د پردې شاته هیڅ کومه معامله نه ترسره کیږي. سوله ستاسو د ټولو غوښتنه ده، د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده ، د افغانستان د ټولو خلکو پر حقه او مشروع غوښتنه ده ".

اجرائیه رئیس د جمعې په ورځ د حزب وحدت اسلامي د ګوند د پخواني مشر استاد عبدالعلي مزاري ۲۱ تلین د لمانځلو په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله.

په دغه غونډه کې دافغانستان اجرائیه رئیس عبدالله او د افغان حکومت د نورو لوړپوړو چارواکو د ګډون سربیره د مرحوم مزاري په زرګونو پلویانو هم برخه اخیتسې وه.

د ولایت کچې ته جاغوري د لوړیدو غوښتنه

دې غونډې ته جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپل پیغام کې استاد عبدالعلي مزاري د کړونو د یادونې په وخت ویلي چې هغه د په افغانستان کې د تاریخ لوری بدل کړ.

همدې غونډې ته د افغانستان د خلکو حزب وحدت اسلامي د ګوند مشر حاجي محمد محقق په خپله وینا کې د نورو مسلو پر سر د خبرو ترڅنګ تر ډیره د ملي یووالي په حکومت کې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال په توګه د کار به ترڅ کې د هزارګانو د حقونو لپاره د خپلو هڅو یادونه وکړه او ویې ویل چې که څه هم افغان حکومت کې اوس پنځه هزاره وزیران شته خو هغوی واک نه لري.

حاجي محقق د جمهور رئیس غني نه وغوښتل چې دغو وزیرانو ته دې واک ورکړي.

همداشان هغه د افغانستان د ملي مډالونو د نومولو په برخه کې د افغان حکومت د پاملرنې یادونه وکړه او وې ویل چې باید د هزاره شخصیتونو په نوم هم مدالونه ونومول شي.

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال وویل چې د جمهوري ریاست د ټاکنو په وخت اجرائیه رئیس ورسره دریو نوو ولایتونو د تشکیلاتو پر جوړیدو وعده کړې وه، خو اوس چې د دوی ټیم ته نیمایي حکومت په لاس ورغلی نو هڅه یې داده چې یوازې د جاغوري ولسوالۍ په ولایت بدله کړي.

ښاغلي محقق وویل " که درې ولایتونه ونه شول د جاغوري یو ولایت خو اخلم،که جمهوررئیس راباندې هرڅومره په قهر هم شي زه یې نه پریږدم، نور به په راتلونکي کې کم کم کوو ټول په یو وخت نه کیږي ".

د حزب وحدت اسلامي د ګوند د پخوانی مشر استاد عبدالعلي مزاري یوویشت کاله وړاندې د حوت په ۲۲ کله چې د کابل په خپلمنځي جګړو کې د کابل ښار ډیرې برخې د طالبانو لاس ته ورغلې، د طالبانو له خوا ونیول شو اوبیا د کابل څخه کندهار ته په هلیکوپټر کې د لیږد په وخت غزني سره نږدې هلیکوپټر راپریوت چې د هلیکوپټر د راپریوتلو وروسته د طالبانو د یو ګروپ او د حزب وحدت اسلامي د ګوند د پخواني مشر ترمنځ یوه نښته وشوه چې هغه په کې ووژل شو.

د افغانستان حزب وحدت اسلامي ګوند هرکال د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د استاد عبدالعلي مزاري تلین لمانځي.

XS
SM
MD
LG