د لاس رسي وړ اتصالات

په ټویټر د جنرال غفور او بشری گوهر لفظي شخړه


د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال اصف غفور او د پښتنې سیاستمدارې بشری گوهر ترمنځ په ټویټر هغه وخت لفظي شخړه پیل شوه چې بشری گوهر په خپل ټویټر دا پوښتنه ولیکله چې پاکستاني جنرالانو ته په انگلستان کې د لوبې د کتلو اجازه او مصرف چا ورکړی؟

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په یوې ویډیو کې ولیدل شول چې د پاکستان د تحریک انصاف گوند یو غړی انیل مسرت ورته د لوبې ټکټونه ورکوي.

دغه ویډیو د پیښور د یو ټلویژن خبریال احتشام الحق په خپل ټویټر خپره کړله:

د دغې ویډیو د خپریدو نه وروسته د ځینو نورو کسانو برسیره بشری گوهر هم په خپل ټویټر د جنرال غفور نه دا پوښتنه وکړه چې ایا دغه پاکستاني جنرالان په شخصي سفر انگلستان ته د لوبې کتلو لپاره تللي دي. هغې دا هم پوښتل چې د دغو جنرالانو د سفر مصرف چا کړیدی او اجازه ورته چا ورکړیده؟

جنرال اصف غفور په خپل ټویټر بشری گوهر ته څه داسې ځواب ورکړ:

"زه بشری گوهر ته عاجزانه خواست کوم چې هغه وخت دې ټویټونه نه کوي چې هندارې ته ولاړه وي او یا یې غلطې عینکې په سترگو وي. د پاکستان د ښې لوبې نه خوند واخله چې دا زمونږ د ټولو بری دی. کوښښ وکړه چې راتلونکي لوبې ته ځان راورسوی او د لوبډلې ملاتړ وکړی. زما شخصي میلمنه شه."

د پاکستاني جنرال د دغه ټویټ نه وروسته بشری گوهر هم ځواب ورکړ، هغې دا ځل یوه بله پوښتنه وکړه

"سلامونه جنرال صاحب. داسې ښیي چې ما د حساب کتاب د غوښتنې سره په یو حساس ځاې گوزار کړې وي. مشوره درکوم چې په خپل رسمي کارونو توجه ورکړه او د غیر مسولانه او شخصي تبصرو نه ډډه وکړه. ته په خپل معاش کې د داسي سخي وړاندیز څنگه کولی شی. لاټري دې ختلې؟"

د بشری گوهر او د جنرال غفور د ټویټر دغه لفظي شخړه په پاکستان کې ډیر ژر ټرینډ شوه او په زرگونو کسانو پکې برخه واخیستله.

په پوځ انتقاد کونکو پدی ټکې زیاته توجه وکړه چې د پاکستان د یو سیاسي گوند د غړي په بلنه لوبې ته ورتگ د پوځ د اصولو نه سرغړونه ده. خو د پاکستان د پوځ ویاند دغه خبرې ته په ځواب کې وویل چې په زرگونو پاکستانیان د پوځ سره مینه لري او غواړي چې هغوي میلمانه کړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG