د لاس رسي وړ اتصالات

چین له پاکستان څخه غوښتي چې ددې هیواد اتباعو ته متوجه خطرونه له منځه یوسي


د چین استازو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سره کتلي دي.
د چین استازو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سره کتلي دي.

د چین د پلټنو یوه ځانګړې ډله جمعه مارچ ۲۹ (کب ۱۰) اسلام آبا ته رسیدلې چې د خپلو هغو پنځو اتباعو د وژل کیدو پیښې په پلټنو کې برخه واخلي چې د همدې اوونۍ په سر کې یو ځانمرګي برید کې ووژل شول.

د پاکستان حکومت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د چین پلاوي د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر محسن نقوي سره کتلي او د پیښې په هکله تر دې دمه تازه معلومات یې ورسره شریک کړیدي.

پاکستاني چارواکو ده ورځې وړاندې هم د لومړنیو پلټنو معلومات په اسلام آباد کې د چین سفارت ته ورکړي و.

د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلي نقوي د چین پلټونکو او دیپلوماتو ته ډاډ ورکړی چې د دې پیښې عاملین به "مسؤل بلل کیږي او عدالت ته به راښکل کیږي".

په عین حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند لین جیان د جمعې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې پدې پلاوي کې د چین د څو ادارو استازي برخه لري او د پاکستان څخه یې غوښتي چې د ځانمرګي برید په هکله بشپړ او چټک تحقیقات وکړي او په ټول پاکستان کې د دې هیواد د اتباعو خوندیتوب ډاډ ورکړي.

د چین دې چارواکي زیاته کړه چې پلاوي همدارنګه د پاکستان لوري څخه غوښتنه کړې چې "په بشپړه توګه (د چین اتباعو ته) متوجه خطرات له منځه یوسي او په پاکستان کې د چینایي اتباعو، ادارو او پروژو لپاره د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکړي".

یو ځانمرګي بریدګر د سه شنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا کې د یو بریښنا بند د جوړولو ځای سره نږدې د چینايي انجنیرانو موټر په نښه کړ چې پنځه چینایي انجینران او د پاکستان موټر چلوونکی یې پکې ووژل شول.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرنس پرس ته وویل، د چهارشنبې له ورځې راهیسې د چین ګېزوبا ګروپ شرکت په دې ایالت کې د داسو بند د جوړولو کار درولی او د "پاور چاینا" شرکت د دیامیر بهاشا د بند کار هم ځنډولی دی.

دغه چارواکي وویل: "هغوی له حکومت څخه د نویو امنیتي پلانونو غوښتنه کړې ده... د داسو په بند کې شاوخوا ۷۵۰ چینايي انجنیران کار کوي او ۵۰۰ نور د دیامیر بهاشا د بند په جوړولو بوخت دی."

دغه چارواکي زیاته کړه چې چینايي انجنیران بریښنا بندونو ته څېرمه د خپلو اوسېدو په ځایونو کې محدود پاتې دي او بیرون ته پر وتلو یې بندیز لګول شوی دی.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې خو تر دې وړاندې په چینایي اتباعو د بریدونو د کولو ادعا بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلې کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG