د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د اختر لمانځنه؛ په کابل او یو شمیر نورو ښارونو کې مخابراتي شبکې قطع شوې وې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې د چهارشنبې په ورځ د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د اختر د لمونځ د ادا کولو پر مهال د ګرځنده تیلیفوني شبکو د فعالیتونو د ځنډولو په ګډون یو لړ کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

په کابل کې د کوچني اختر د لمانځه پرمهال د جوماتونو شاوخوا ته ځینې سړکونه تړل شوي و او هم د ښار په ټولو برخو کې د طالبانو امنیتي ځواکونو د موټرو د تلاشۍ لپاره اضافي پوستې هم جوړې کړي دي.

د نړۍ د یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو په څیر په افغانستان کې هم د چهارشنبې په ورځ اپریل لسم (وري ۲۲) د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د کوچني اختر لمونځ د کندهار د عیدګاه په جومات کې د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ادا کړ.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په پاڼه لیکلي چې د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د کوچني اختر لمونځ چې زرګونو کسانو په کې ګډون کړی وو د ملاهبت الله اخوندزاده په امامت ادا شوی دی.

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې د طالبانو مشر په کندهار کې د کوچني اختر د لمونځ د ادا کولو دمخه په وینا کې د طالبانو غوښتي چې تر بریا وروسته دې هم قربانیانو ته دوام ورکړي.

ملاهبت الله اخوندزاده ویلي اوس مهال دښمن ورسره د تبلیغاتو له لارې په جګړه بوخت دی.

تراوسه د اختر په دې مراسمو کې د طالبانو د مشر د وینا په اړه ذبیح الله مجاهد څه نه دي ویلي، خو هغه د کوچني اختر د رارسیدو دمخه د طالبانو د مشر د اختر د مبارکۍ پیغام خپور کړی و، چې په کې له طالبانو غوښتل شوي و چې خلکو سره د زور زیاتې پر ځای له نرمۍ کار واخلي.

ملاهبت الله اخوندزاده طالبانو ته په خطاب کې ویلي و چې په افغانستان امنیت د مړو د شمیر په زیاتیدو نه ټینګیږي، بلکې د هغه په وینا د شریعت او عدالت په پلي کیدو ټینګیدلی شي.

هغه ویلي: " امنیت په دې نه راځي چې سختي وشي او مړي ډېر وشي؛ بلکې امنیت د شریعت په تطبیق او عدالت کې دی او بې امنیتي هغه وخت راځي چي د شريعت مخالفت وشي؛ نو د ځانونو اصلاح ضرور ده د هر مسئول او فرد ګناه په ټول نظام بد اثر کوي".

همداشان د طالبانو مشر په خپل پیغام کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي: " هیڅوک باید ناحقه ازار نشي، که څوک بندي کېږي باید وار له مخه یې ښه پوښتنه وشي چې چا یې بې ځایه شکایت نه وي کړی یا په لږ جرم ډیر تکلیف ورته ونه رسیږي نو احتیاط کوئ چې څوک ناحقه در څخه ازار نشي".

په کابل کې د ارګ په جومات کې د طالبانو ريئس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د هغه د مرستیالانو په ګډون زیات شمیر طالبانو د حکومت چارواکو د کوچني اختر لمونځ ادا کړ. همداشان په کابل کې میشتو د یو شمیر بهرنیو هیوادونو دپلوماتانو د کوچني اختر لمونځ د سپیدار په ماڼۍ کې د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره یو ځای ادا کړ.

د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان د پخوانیو جمهور رئیسانو محمد اشرف غني او حامد کرزي، د جمهوري ریاست پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي پخلاینې د عالي شورا د پخواني رئیس عبدالله عبدالله اود مقاومت د ملي جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې جبهې مشر احمد مسعود په ګډون یو شمیر پخوانیو حکومتي چارواکو اود سیاسي ګوندونو مشرانو هم په جلا جلا پیغامونو کې افغانانو ته د کوچني اختر د رسیدلو له امله مبارکي ورکړې ده.

پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په خپل پیغام کې په طالبانو باندې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو او ښځو ته د کار د زمینې د برابرولو غوښتنه کړې ده.

د افغان سیاسي شخصیتونو سربیره افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ او په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالتونو سفارت هم افغانانو ته د اختر د رارسیدلو له امله مبارکي ورکړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو سفارت ددغه سفارت شارژدفیرې کرن ډیکر په ګډون د ځینو امریکايي دپلوماتانو د اختر مبارکۍ ویډیو هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو اجرائیوي مشرې سیما بحوث د نړۍ مسلمانانو ته د کوچني اختر د مبارکۍ په ترڅ کې ویلي چې دا د اختر په ورځو شپو کې په غزه، سوډان او افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د هغو بې وزلو کسانو په اړه فکر کوي چې د ورځې یو ځل د خوړو د برابرولو توان هم نلري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د کوچني اختر په مناسبت د ایکس په پاڼه په یو پیغام کې ویلي چې په داسې حال کې چې میلیونه کسان به د خپلو کورنیو سره د خوړو په چمتو کولو د اختر په ورځو کې راټول شي، خو په افغانستان دغې ادارې سره د نړیوالو مرستو د کمبود له امله به ډیرو کورنیو ته دا ډیره مشکله وي چې حتی په ورځ کې یو ځل ځانونو ته خواړه برابر کړای شي.

د اختر په لومړۍ ورځ تراوسه د کومې لوی امنیتي پیښې د پیښیدو خبر نه دی ورکړل شوی.

خو تیرماښام د کابل د قلعه مرادبیګ په سیمه د تیلو یو ټانکر کې د چاودنې له امله څو نورو ټانکرونو هم اور اخیستی خو په دې پیښه کې د مرګ ژوبلې په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

تراوسه ددې اور د پیښیدو د علت په اړه د طالبانو د کابل ولایت پولیسو قومندانۍ څه نه دي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG