د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې د غنمو د حاصلاتو سروې پیل شوه


د ملګرو ملتونو د کرهڼې او خوړو اداره (FAO) وايي چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د غنمو د حاصلاتو د اخیستلو سروې یې پیل کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ مۍ اتم( ثور۱۹) د ایکس په پاڼه لیکلي چې دا سروې د ننګرهار په ولایت کې پیل شوې او ټاکل شوې چې ۳۳ نورو ولایتونو ته به هم وغځول شي.

د ملګرو ملتونو د کرهڼې او خوړو ادارې ددغې سروې هدف په افغانستان کې په روان۲۰۲۴ کال کې د غنمو د حاصلاتو د تولید د اندازې او د غنمو د حاصلاتو د کیفیت معلومول ښودلي دي.

دا سروې په داسې حال کې پیل شوې چې په افغانستان کې د اپریل په تیره میاشت کې د اورښت اندازه د منځنۍ کچې څخه زیاته وه چې ورسره للمي کښت هم وده کړې ده.

د (FEWS NET) په نوم د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې (USAID) تر ملاټړ لاندې یوې ادارې د یو راپور پر اساس د اپریل د میاشتې سختو بارانونو د افغانستان په شمالي، شمال ختیځو او لودیځو سیمو کې کرهڼیزو حاصلاتو ته زیات زیان رسولی دی.

همداشان دغې ادارې ویلي چې ددغه اورښت په پایله کې د راوتلو سیلابونو له امله په ختیځو او جنوب ختیځو سیمو کې شاوخوا لس زره هکتاره ځمکه باندې ولاړو فصلونو ته زیان رسیدلی دی.

په دې راپور کې ویل شوي:" د باران وروستیو اورښتونو د مرکزي لوړو سیمو پرته چې لا هم په کې د حرارت کچه ټیټه ده د افغانستان په نورو برخو کې پر للمي کښت باندې مثبته اغیزه کړې ده. په عین حال کې څړ ځایونه به د پسرلي د فصل په اوږدو کې شنه شي".

په دې راپور کې ویل شوي چې تمه کیږي د اورښت د فصل پای ته رسیدلو او د حاصلاتو اخیستلو سره د کورنیو د خوړو، عاید او کرهڼیز کاري فرصتونو ته لاس رسی زیات شي.

د شمیرنو له مخې افغانستان په کال کې ۶.۶۲ میلیونو ټنو غنمو ته اړتیا لري، چې ددغې اندازې د ۶۰ څخه تر ۷۰ فیصدو پورې دننه په دغه هیواد کې تولیدیږي.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د یو راپور له مخې تیرکال په افغانستان کې ۴.۳ میلیونو ټنو غنمو حاصل ترلاسه شوی وو.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې تیرکال په افغانستان کې په مجموعي ډول پر ۲.۰۲ میلیون هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي وو چې ددې اندازې ۱.۳۴ میلیون هکتاره یې اوبو لاندې ځمکو او ۶۸۰ زره هکتاره للمي ځمکه باندې غنم کرل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG