د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایف پي: هره میاشت شپږ میلیونو افغانانو سره د خوړو او نغدو پیسو مرستې کوو


د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې د روان د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې یې هره میاشت په افغانستان کې د شپږ میلیونو کسانو سره د خوړو او نغدو پیسو مرستې کړي دي.

دخوړو نړیوال پروګرام د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۸ (ثور نهم) د ایکس په پاڼه لیکلي چې افغانستان کې اړمنو کسانو ته یې دا مرستې د امریکا، کاناډا او فنلنډ د هیوادونو له خوا دغه پروګرام ته د مالي ملاتړ د برابرولو په پایله کې رسولي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام تیره اونۍ ویلي چې هره میاشت په خوراکي توکو بار د ۳۰۰ لاریو له لارې په افغانستان کې ۵۰۰ زرو زیانمنوونکو کسانو ته خواړه برابروي. د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې ددغه پروګرام په هره لارې کې ۳۲۵ کورنیو ته خواړه انتقالیږي.

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د اپریل ۲۲( ثور درییم) د افغانستان د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي و چې له هرو دریو افغانانو یو یې (هیواد د نفوس ۳۶ فیصده) په روان ۲۰۲۴ کال کې په ډیره لوړه کچه د خوړو نه خوندیوب سره مخ دی.

دغه پروګرام افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د کمښت خبر هم ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو ددغه پروګرام د وینا پر اساس افغانستان د لسیزو راهیسې په جګړو کې ښکیل و او ددغه هیواد نیمايي وګړي واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو دمخه لوږې سره لاس او ګریوان و، چې د اقلیم د بدلون اغیزو ددغه هیواد اړتیاوې نورې هم زیاتې کړي او وضعیت لا خراب شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د طالبانو له خوا د "زده کړو او د کور بهر د امن فضا" په ګډون ښځې او نجونې د خپلو ازادیو څخه محرومولو یادونه کړې او ویلي دي چې له پاکستان څخه ۵۳۰ زره افغان کډوالو ستنیدلو هم پر افغانستان باندې یو بل اضافي فشار راوستی او بشري اړتیاو د زیاتیدو سبب شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنیدلو په دوییم پړاوکې به د ستنیدونکو کډوالو شمیر نور هم زیات شي چې دا کار به د مرستې رسونې لومړیتوبونو ته هم زیان ورسوي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې پورې له ۳۱۳ زرو څخه زیاتو ستنو شویو کډوالو او ۳۵۰ زره نورو کډوالو سره په ستنو شویو سیمو کې مرستې شوي دي."

ملګرو ملتونو ویلي چې ۲۳.۷ میلیون افغانانو ته د مرستو برابرول یې په لومړیتوب کې دي، خو په پام کې دي چې ۱۷.۳ میلیونو ته سږکال مرستې برابرې کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د خپلو پروګرامونو د پرمختګ لپاره ۱.۹۸ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري، ترڅو په افغانستان کې په بیړني ډول خواړه، تغذیه او د معیشت په برخو کې اړو کسانو ته مرستې برابرې کړای شي.

خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د شپږو میاشتو په موده کې( اپریل تر سپټمبر پورې) د ۵۹۰ میلیونو ډالرو د بودیجې د کمښت سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې افغانستان کې مرستو ته د ټولو اړو کسانو له ډلې اوه میلیونه یې تر ټولو زیات زیانمنوونکي کسان دي چې په فوري ډول مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې یې شاوخوا ۳۵ زره ټنه خوراکي توکي او ۱۸.۷ میلیونه نغد ډالر له ۷.۶ میلیونو څخه زیاتو کسانو باندې ویشلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG