د لاس رسي وړ اتصالات

کوفي: د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون زما په اړه سیاسي پرېکړه کړې


میرمن کوفي وایي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته یې خپل اعتراض وړاندې کړی
میرمن کوفي وایي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته یې خپل اعتراض وړاندې کړی

د افغانستان د ولسي جرګې استازې فوزیه کوفي وايي‌ چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یې په اړه سیاسي پرېکړه کړې.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون فوزیه کوفي له ۲۵ نورو نوماندانو سره د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو له وروستي نوملړ څخه ایستلې.

دغه کمیسیون وايي چې د ولسي جرګې لپاره یې هغه نوماندان چې د غیر مسئولو وسله والو ډلو سره تړاو او یا یې غړیتوب لري د راتلونکو ټاکنو له وروستي نوملړ څخه ایستلي.

کوفي وايي چې کمیسیون ته یې خپل اعتراض وړاندې کړی او د دې پرېکړې په اړه یې له هغوی وضاحت او اسناد غوښتي.

فوزیه کوفي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د اروزنې یوې ځانګړې کمیټې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو له نوملړ څخه ایستلې، کوفي وايي دغه کمیسیون ورته ویلي چې هغه غیر مسئول وسله وال لري، خو په دې اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.

فوزیه کوفي چې د ښځو او بشري حقونو د یوې فعالې په حېث هم پېژندل کیږي وايي چې د نوماندانو پر وړاندې د شکایتونو د اروزنې په پروسه کې باید مدني بنسټونو، خلکو او د ټاکنو مرستندوی هېوادونو استازو ته د څارنې زمینه برابره شي‫، او پرېکړې باید د یوې رڼې پروسې له لارې وشي.

د ولسې جرګې دغه استازې وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته یې خپل اعتراض وړاندې کړی، چې د خپلې پریکړې په اړه وضاحت ورکړي، هغه وايي دغې پرېکړې د ټاکنو خپلواکۍ او شفافیت ته زیان اړولی‫.

کوفي وايي که نوم یې د ولسي جرګې د نوماندانو په وروستي نوملړ کې رانشي، په هغه صورت کې به د راتلونکو ګامونو په اړه له خلکو سره سلامشورې وکړې‫.

XS
SM
MD
LG