د لاس رسي وړ اتصالات

مقامات: د افغانستان په لویدیځ کې طالبانو ته سخته مرگ ژوبله اوښتې


په بادغیس ولایت کې یو افغان امنیتي سرتیری - عکس ارشیف
په بادغیس ولایت کې یو افغان امنیتي سرتیری - عکس ارشیف

د افغانستان په لویدیځ کې مقاماتو د فراه او بادغیس په ولایتونو کې د ٥٢ طالبانو د وژل کیدو او د ٢۴ تنو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

د ٢٠٧ ظفر قول اردو د ارتباطاتو او عامه چارو امر محمدعارف رضایي وایي ددغو وسله والو طالبانو له جملې ٢٠ تنه یې تیره شپه په عملیاتو کې وژل شوي او درې تنه نور یې ټپیان شوي دي.

ښاغلی رضایي وایي په ورته عملیاتو کې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې هم شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي دي.

د افغان پوځ دغه مقام وایي وسله والو ځواکونو هغه وخت پر طالبانو هوایي برید وکړ چې هغوی غوښتل پدې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر څو پوستو حمله وکړي.

ددې سره جوخت د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب ویلي چې تیره شپه د بکواه ولسوالۍ په "شاه گي" کلي کې د ملي پوځ په شپږم کنډک باندې د طالبانو په یو لوی برید کې ٢٦ وسله وال طالبان وژل شوي او شل تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي محب وویل چې په وژل شویو طالبانو کې د طالبانو د فراه ولایت د پوځي کمیسیون د مسؤل ملا اسدالله او د هغه د څلورو نورو محلي قوماندانانو مړي شته.

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند همداشان وویل چې پدغو نښتو کې د طالبانو په لسگونو نقلیه وسایط له منځه تللي دي.

تیره ورځ طالبانو ادعا کړې وه چې د بادغیس په ولایت کې یې د افغان پوځ دوه پوستې نیولي او ١٩ افغان امنیتي سرتیري یې وژلي او دوه یې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG