د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست سوداګر پاکستان ته د خپلو جلغوزو د قاچاق مخنیوی غواړي


خوستي سوداګر تور لګوي، چې هر کال زرګونه ټنه جلغوزي په نيمه بيه پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کيږي او پاکستاني سوداګر يې په نړيوالو بازارونو کې په خپل نوم پلوري.
خوستي سوداګر تور لګوي، چې هر کال زرګونه ټنه جلغوزي په نيمه بيه پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کيږي او پاکستاني سوداګر يې په نړيوالو بازارونو کې په خپل نوم پلوري.

په خوست کې د جلغوزو یو شمېر سوداګر خپلو محصولاتو ته د نړیوالونو بازارونو د موندلو او پاکستان ته یې د قاچاق د مخنیوي غوښتنه کوي.

د جلغوزو سوداګر افسر علي خان د طالبانو له حکومت څخه غواړي، چې د افغانستان جلغوزو ته د چین سربېره نور نړیوال بازارونه ومومي. دوی سوداګر تور لګوي، چې هر کال زرګونه ټنه جلغوزي په نيمه بيه پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کيږي او پاکستاني سوداګر يې په نړيوالو بازارونو کې په خپل نوم پلوري.

افسر علي خان وايي: "لومړۍ غوښتنه مو دا ده چې جلغوزې بايد دلته په مارکېټ کې په افغانيو باندې خرڅې شي. بل دا مالونه پاکستان ته ځي او هغه يې په خپل نوم خرڅوي. نو د افغانستان له لارې بايد لار ورته جوړه شي چين او نورو داسې هېوادونو ته او دلته ورته سړې خونې جوړې شي."

خوستي سوداګرو تېر کال يوه اندازه جلغوزې د هوايي دهليز له لارې د چين مارکېټونو ته صادرې کړې، خو وايي، چین ته وړل شوي جلغوزې یې نه دي پلورل شوي. دغه سوداګر وايي چې پاکستان ته هم د جلغوزو وړل ورته ګټه نه کوي.

ميرزا علي، د خوست ولایت د جلغوزو بل سوداګر، وايي: "پاکستان له موږ څخه په ډېره ټيټه بيه جلغوزي وړي، همداسې که نور ميوه جات وي. غوښتنه مو دا ده چې موږ ته چين ته پخه لار جوړه شي."

د طبیعي افتونو له امله سږ کال په خوست، پکتيا او پکتیکا کې د جلغوزو حاصلات نیمايي ته راټیټ شوي دي. خو د دې سره سره بیا هم د خوست په مرکز کې د جلغوزو په سپړلو سره سلګونه بې وزلو ښځو، سړيو او کوچنیانو ته کاري فرصت او د ژمي لپاره د سون مواد برابریږي.

د جلغوزو د چمتو کولو د برخې یو کارګر اسحاق، وايي: "سهار شپږ نيمې بجې د کوره حرکت را وکړم دلته اووه بجې را ورسيږم. تر مازديګره پورې په څه خواريو يوه بوجۍ ډکه کړم، بس دا غريبي وکړم، مازديګر بېرته کور ته ځم. څه وکړم بله چاره نشته."

د خوست د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر نواب اميرزی هم د جلغوزو د سوداګرو ستونزی تائیدوي، او له حکومت څخه یې د حل لارې موندلو غوښتنه کوي.

ښاغلی امیرزی وايي، چې افغانستان د صادرولو دپاره دا وخت ډیرې جلغوزې لري، د چین مارکیټ کفایت نه کوي او په کار ده چې ډېرو هیوادونو ته یې د رسولو اسانتیاوې رامنځ ته شي.

امیرزی زیاتوي: "د دولت نه زموږ هيله دا ده چې تعامل وکړي او دا تعامل نه يواځې سياسي بلکې اقتصادي تعامل وي چې موږ وکولی شو خپل توليدات د افغانستان د ملي هويت په څرګندولو سره په جهاني بازارونو کې خرڅ شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG