د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د جنرال باجوه د کار مودې غځیدو ته غبرگونونه


د پاکستان صدراعظم عمران خان د دغه ملک د پوځ د لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه د کار موده د نورو دریو کلونو پورې غځولې ده.

د پاکستان د صدراعظم عمران خان دفتر د اگست په ١٩ یوه اعلامیه خپره کړیده چې وایي جنرال قمرباجوه به خپلې دندې ته د نورو دریو کلونو لپاره دوام ورکړي.

دغه اعلامیه زیاتوي چې دغه پریکړه یې په سیمې کې د امنیت د وضع په اساس کړیده.

په پاکستان کې د هغې نه وروسته چې د صدراعظم دفتر دغه اعلان وکړ، د سیاسي چارو مبصرینو ورته بیل بیل غبرگونه وښودل. ځینې کسانو دغه ښه پریکړه وبلله او ځینو نورو پرې نیوکې وکړی. ​

په دغه پریکړه په اعتراض کونکو کې د سیاسي چارو مبصر او لیکوال عمار مسعود په خپل ټویټر ولیکل:

"پاکستان یوه عجیبه دیموکراسي ده. په تیرو ٧٣ کلونو کې تروسه پورې یو صدراعظم هم خپله دوره نه ده پوره کړې. مونږ دری پوځي واکمنان لرو چې د ١٠ کلونو نه یې زیات حکومت کړی. او اوس د دوو پوځي مشرانو د کار دنده غځول کیږي. "

د پاکستان د بشري حقونو د وزیرې شیرین مزاري لور ایمان مزاري ولیکل چې د جنرال باجوه د کار موده غځول دا معني لري چې اوس به د رسنیو په ازادۍ نور بریدونه وشي. هغه لیکي:

"د جنرال باجوه د کار د مودې د غځولو سره مونږ باید دا تمه ولرو چې اوس به د رسنیو په ازادۍ حملې دوام ولري. خبریالانو به بندیزونه، د مخالفینو په زوره لادرکه کیده او د سیاسي مخالفینو نیوه به دوام به دوام ولري."

ځینو کسان بیا داسې هم شته چې د پاکستان د صدراعظم دغه پریکړه یې ستایلي او د پاکستان او سیمې د امنیت لپاره یې اړین اقدام بللی.

د یادونې وړ ده د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په توگه د جنرال باجوه دنده د نومبر په ٢٩ نیټه پاې ته رسیده. د هغه د دندې د دریو نورو کلونو لپاره د غځیدو معنی دا ده چې هغه به اوس د ٢٠٢٢ کال تر اخیره پورې خپله دنده ترسره کړي.

جنرال باجوه د پاکستان په تاریخ کې د پوځ دوهم لوی درستیز دی چې د کار موده یې غځول کیږي. د هغه نه مخکې د پاکستان پیپلز گوند حکومت په ٢٠١٠ کال کې د جنرال اشفاق کیاني د کار موده غځولي وه.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG