د ګلوپ نړیوال څېړنیز بنسټ په تازه نظرپوښتنه کې چې پایلې یې د سه شبنې په ورځ اپریل ۲۳ (غوايي ۴)، خپرې شوې، د "نړیوال مشرتابه" په نوملړ کې جرمني د ۱۳۳ هېوادونو په منځ کې د ترټولو زیات محبوبیت په لرلو سره لومړی او د امریکا متحده ایالات دویم مقام خپل کړی دی.
د ګلوپ د راپور له مخې چې په نړیواله کچه د نظرپوښتنې یو له معتبرو بنسټونو څخه ګڼل کیږي، جرمني د "نړیوال مشرتابه" لپاره په سلو کې ۴۶ او د امریکا متحده ایالتونه بیا ۴۱ سلنه محبوبیت لري.
ویل کیږي چې د "نړیوال مشرتابه" لپاره د امریکا په محبوبیت کې کموالی چې کلونه کلونه د یاد نوملړ په سر کې یې ځای درلود، په ځینو افریقایي هیوادونو او همدارنګه هند کې د ددغه هېواد (امریکا) د شهرت د کمېدو سره تړاو لري.
د ګلوپ نړیوال څېړنیز بنسټ موندنې ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د "نړیوال مشرتابه" لپاره د امريکا د محبوبيت پر وړاندې د مخالفت کچه ۳۶ سلنې ته لوړه شوې، کوم چې د تېر کال په پرتله يو سلنه لوړوالي ښيې.
ګلوپ وايي، داسې ښکاري چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړې او ددغه جګړې په اړه د امریکا تګلاره په ځینو هېوادونو کې د دغه هېواد د محبوبیت پر کچې اغېزه کړې وي.
همدارنګه د ګلوپ د نوې نظرپوښتنې پایلې د روسيې پر وړاندې د اروپا د ۹۰ سلنې مخالفت په ښودلو سره د روسیې یو تور انځور په ګوته کوي.
فورم \ دبحث خونه