د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د اپریل په ۱۹ پارلماني ټاکنې پیل کیږي


په هند کې ټاکنې
په هند کې ټاکنې

د هند ټاکنیزو مقاماتو د شنبې په ورځ، مارچ ۱۶ (کب ۲۶) اعلان وکړ چې هند به د اپریل په ۱۹مه د پارلماني ټاکنو لپاره د رای ورکولو بهیر پیل کړي.

په دې ټاکنو کې چې د نړۍ تر ټولو سترې ټاکنې بلل کېږي، د یو میلیارد څخه زیات کسان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي او متحدین یې په ټاکنو کې له لسو څخه د زیاتو مخالفو ګوندونو د ایتلاف پر وړاندې ولاړ دي، چې ټولپوښتنې د مودي د ملتپال 'بهارتیا جنتا ګوند ' د اسانې بریا وړاندوینه کوي.

که د مودي ګوند دغه ټاکنې وګټي، نو ۷۳ کلن نریندرا مودي به دویم صدراعظم شي چې د خپلواکۍ له اتل او د هند له صدراعظم جواهر لال نهرو وروسته به پرله پسې توګه دریم ځل ټاکنې وګټي.

مودي او د هغه ګوند د ټاکنو د نیټې له اعلان څخه څو میاشتې په انتخاباتي کمپاین لاس پورې کړی او مودي نږدې هره ورځ د هیواد بیلابیلو برخو ته سفرونه کوي، نوې پروژې پرانیزي، په مذهبي مراسمو کې ګډون کوي او په عامه او خصوصي غونډو کې ویناوې کوي.

په خپل انتخاباتي کمپاین کې، مودي د خپل دوه دورې صدرات په ترڅ کې اقتصادي وده انځوروي چې هند یې د نړۍ ترټولو په ګړندۍ وده کونکي اقتصاد، په زیربناو کې په پانګه اچونې او د بې وزلو لپاره د هوساینې د پروګرامونه په پلي کوونکي هیواد اړولی دی.

خو د مودي او د هغه د واکمن 'بهارتیا جنتا ګوند ' ملتپالو سیاستونو د هند د راتلونکي په اړه، په ځانګړې توګه د دغه هېواد د مسلمان اقلیت د برخلیک، چې په وروستیو کلونو کې د هندو ملتپالو له خوا په نښه شوي، اندېښې رامنځته کړي دي.

مودي به په دې ټاکنو کې د کانګرس ګوند په مشرۍ د څه باندې ۱۰ ګوندونو د ایتلاف "د هند د ملي پراختیا لپاره ټول شموله اتحاد" لخوا ننګول کیږي.

دا ایتلاف تېر کال جوړ شو او هڅه کوي چې د مودي د 'بهارتیا جنتا ګوند ' پر وړاندې په متحده توګه مبارزه وکړي.

د کانګرس ګوند، چې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ د اخیستولو وروسته د ۷۶ کلونو څخه ۵۴ کاله یې په هند کې واکمني کړې، د مودي له واکمن کیدو وروسته یې د شهرت کچه خورا ټیټه شوې او د ملاتړ بیرته ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

په هند کې پارلماني رایې اچونه به په اوو پړاوونو کې ترسره شي او د اپریل له ۱۹ څخه د جون تر لومړۍ نیټې پورې به دوام وکړي. د ټول هېواد رايې به د جون په څلورمه شمېرل کېږي او پايلې به يې په هماغه ورځ اعلانېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG