د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ له لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخیستی - د بشري حقونو د څار سازمان


بې ځایه شوي فلسطیني کورنۍ په رفح کې د وړیا خوړو ترلاسه کولو ته کتار ولاړ دي.
بې ځایه شوي فلسطیني کورنۍ په رفح کې د وړیا خوړو ترلاسه کولو ته کتار ولاړ دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د منځني ختیځ د برخې مشره سارا باشي وايي، د اسرائیل پوځ په غزه کې له لوږې څخه د جګړې د وسلې په توګه کار اخیستی دی.

سارا باشي امریکا غږ ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې حماس د اکتوبر پر اوومه جنګي جنایاتونه ترسره کړل چې په ځواب کې یې د اسرائیل پوځ د غزې ٢.۳ میلیونه خلکو ته ډله ییزه سزا ورکوي.

د بشري حقونو د څار سازمان دې مسئولې وویل: "د اسرائیل پوځ د نړیوال بشردوستانه قانون اساسي اصول تر پښو لاندې کوي. او له بده مرغه د فلسطین وسله والې ډلې چې دا جګړه کوي هم همداسې کوي، اوس هم تر سلو زیات اسرائیلیان یرغمل دي چې په غیرقانوني توګه نیول شوي."

په اسرائیل کې د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو په برید کې، د اسرئیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۱۴۰ کسان ووژل شول چې ډیری یې ملکي وګړي وو، او ۲۴۰ نور یرغمل شول.

د یرغمل شویو شاوخوا ۱۰۰ تنه د نومبر په میاشت کې د اسرائیل له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې خوشې شول او پاتې نور یې له حماس سره قید دي.

د حماس د برید په ځواب کې، په غزه کې د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې، د حماس د روغتیا وزارت د مقاماتو په خپره، تراوسه نږدې ۲۷ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د جګړې له امله د غزې د نفوس دوه پر درېمه برخه له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي. ملګرو ملتونو او نړیوالو خیریه ټولنو اندېښنه ښودلې چې په غزه کې خلکو ته کافي خواړه، درمل او د ژوند اساسي ضرورت وړ توکي نه رسیږي، او د سختې لوږې رامنځته کېدو خبرداری یې ورکړی دی.

د مېرمن باشي په خبره، د عدالت د نړیوالې محکمې پرېکړې تر اوسه د اسرائیل پر چلند ډېر اغېز نه دی کړی، خو زیاتوي: "د تیرو څو ورځو نه د اسرائیل پوځ او پولیس اسرائیلي مظاهره کوونکو ته اجازه نه ورکوي چې غزې ته د لاریو د ننوتو مخه ونیسي."

سارا باشي وايي، پخوا به مظاهره کوونکي راتلل او د اسرائیل امنیتي ځواکونو به دوی ته اجازه ورکوله چې د لاریو مخه ونیسي.

له سارا باشي سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG