د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د بریتانیا، فرانسې او جرمني سفیران احضار کړي


ایران په اسرائيل باندې د ډرونونو او میزایلو بریدونه کړي
ایران په اسرائيل باندې د ډرونونو او میزایلو بریدونه کړي

د ایران رسنیو د دغه هېواد د مقاماتو په حواله لیکلي چې په اسرائیل باندې د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو په اړه د «دوه ګوني چلند» له کبله یې په تهران کې د بریتانیا، فرانسې او جرمني سفیران احضار کړي دي.

دغو هېوادونو په اسرائيل باندې د ایران د بې پیلوټه الوتکو او میزایلو بریدونه غندلي دي. د ایران د کارګر خبري اژانس په راپور کې د دغو هېوادونو دا دریځ «نا مسئولانه» بلل شوی دی.

د اپریل په ۱۱ نېټه په سوریې کې د ایران په کونسلګرۍ باندې برید وشو چې په کې د سپاه پاسدران د ځینو مقاماتو په ګډون اووه تنه ووژل شول. تهران دا د تل ابیب کار بللی و او د غچ اخیستلو ګواښ یې کړی و.

بریتانیا، جرمني او فرانسې د همدې میاشت په سر کې د روسیې د هغې طرحې مخالفت کړی و ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته یې وړاندې کوله. ایراني‌مقامات وايي چې په طرحې کې په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ د اسرائیل د برید غندنه شوې وه.

د لویدیځې اروپا لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازي د دغو دریو هېوادونو دا دریځ «دوه مخیتوب» بللی او د ملګرو ملتونو د منشور په استناد یې په اسرائيل باندې د ایران برید «مشروع دفاع» بللی.

ایراني مقامات وايي د شنبې په شپه یې په اسرائيل باندې د ډرونونو او میزایلو سلګونه بریدونه کړي، رسنیو د اسرائیل د مقاماتو له خولې لیکلي دي چې د دغو بریدونو ۹۹ سلنه یې خنثی کړي. لا په بریدونو کې د تلفاتو ارقام نه دي ورکړل شوي

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي دي چې د امریکا پوځ د ایران د «تقریبآ ټولو» بریدونو په شنډولو کې له اسرائيل سره مرسته کړې ده.

هغه ویلي دي چې د جي-۷ هېوادونو له مشرانو سره به په دې اړه خبرې وکړې. بریتانیا، فرانسه او جرمني هم د جي-۷ هېوادونو استازي دي.

په دغه راپور کې د رویټرز د معلوماتو څخه کار اخیستل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG