د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران خبرداری: د 'دښمن' هیڅ کړنه بې ځوابه نه پاتې کیږي


د ایران پوځ جمعه اپریل پنځمه (وري ۱۷) د خپلو اوو وژل شویو نظامي افسرانو د جنازې په مراسمو کې یو ځل بیا ژمنه وکړله چې اسرائیل ته به په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ د برید په خاطر سزا ورکوي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قول اردو لوی درستیز، تورنجنرال حسین سلامي د جنازې په مراسمو کې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد د "دښمن هیڅ کړنه به بې ځوابه پاتې نشي" او زیاته یې کړه چې "زمونږ زړه ور سړي به سیهونیستي رژیم ته سزا ورکړي".

په عین حال کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو پخواني قوماندان محسن رضایي ویلي چې د اسرائیل پر ضد د غچ اخیستنې پریکړه شوې او پرته لدې چې نور جزیات ورکړي وویل چې دا پریکړه به "یقیناً عملي شي".

د سوریې په پایتخت دمشق کې همدا تیره دوشنبه د ایران په قونسلګرۍ د توغندیو برید وشو چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو تر ټولو جګپوړی سرتیری، برید جنرال محمد رضا زاهدي په ګډون پکې د همدې قول اردو اووه غړي ووژل شول.

د جنرال قاسم سلیماني څخه وروسته چې په ۲۰۲۰ کال کې په بغداد کې د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو، تر ټولو جګپوړی ایراني نظامي جنرال دی وژل کیږي.

د ایران خبرداري په منځني ختیځ کې د جګړې پراخیدو په هکله اندیښنې پداسې حال کې پراخې کړې چې په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړه روانه ده.

د ایران د خبرداري له کبله د اسرائیل وسله وال پوځ د پنجشنبې په ورځ د ټولو محاربوي قطعو رخصتۍ وځنډولې او تر دې وړاندې یې ویلي و چې د هوایي دفاع قطعو ته اضافي سرتیري واستوي.

د اسرائیل صدراعظم بینیامین نیتنیاهو د پنجشبنې په ورځ وویل چې هیواد به هغوي چې غواړي یا پلان لري، اسرائیل ته زیان ورسوي، اسرائیل به یې پر ضد همدا شان عمل وکړي.
ایران په دمشق کې د خپلو وژل شویو افسرانو مړي د جمعې په ورځ په ځانګړو مراسمو کې خاورو ته وسپارل.

د جنازې په مراسمو کې زرګونو کسانو برخه اخیستې وه چې "مرګ دې وي پر امریکا او مرګ دې وي پر اسرائیل" شعارونه یې ورکول.

په ایران کې مطبوعاتو ویلي چې د اسرائیل پدې برید کې ټول ۱۳ تنه وژل شوي چې اووه یې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو غړي و.

سپاه پاسداران انقلاب ویلي چې، برید جنرال محمد رضا زاهدي او برید جنرال محمد هادي حاجي رحیمي، جګپوړي ایراني قوماندانان و چې پدې برید کې وژل شویدي.

اسرائیل چې ډیر لږ په سوریه کې د انفرادي بریدونو په اړه تبصره کوي، په پرله پسې توګه یې ویلي، ایران ته چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له رژیم څخه ملاتړ کوي، به اجازه ورنکړي سوریې کې خپل حضور پراخ کړي.

اسرائیل په ۲۰۱۱ کال سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې، دغه هېواد کې سلګونه هوايي بریدونه کړي. اسرائیل پدغو بریدونو کې د سوريي پوځي مرچلې او د ایران د ملاتړي حزب الله جنګیالي یې چې د دمشق او د فلسطیني وسله والې ډلې حماس متحد دی، په نښه کړي دي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG