د لاس رسي وړ اتصالات

پر رفح ښار د اسرائیل په هوايي برید کې د ۶ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۹ فلسطینیان وژل شوي


پر رفح ښار د اسرائیل په هوایي برید کې مرګ ژوبله اوښتې
پر رفح ښار د اسرائیل په هوایي برید کې مرګ ژوبله اوښتې

د رفح د روغتون یو مقام د شنبې په ورځ اپریل ۲۰ (غوایي لومړی) وویل، د غزې په جنوبي ښار کې پر یو کور د اسرائیل هوايي برید لږترلږه نهه کسان وژلي، چې شپږ یې ماشومان دي. دا پداسې حال کې دي چې اسرائیل د نژدې اووه میاشتو راهیسې په محاصره شوې غزه کې پوځي عملیات کوي.

د حماس د سخت دریځه ډلې پر وړاندې د اسرائیل جګړه په منځني ختیځ کې د کړکېچ د ډراماتیک زیاتوالي لامل شوې ده.

د غزې د ملکي دفاع د ادارې په وینا، دا برید د جمعې په ورځ ناوخته د رفح ښار په لویدیځ 'تل سلطان ' په ګاونډ کې د استوګنې په یوې ودانۍ شوی دی. د روغتون اسناد ښیي چې د شپږو ماشومانو، دوو ښځو او یو سړي جسدونه د رفح د ابو یوسف النجار روغتون ته انتقال شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې عبدالفتاح صبحي رضوان، د هغه میرمن نجلا احمد عویده او د دوی درې ماشومان شامل دي.

د عبدالفتاح اوښي احمد برهوم پداسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، د شنبې په سهار اسوشیټیډ پریس ته وویل: "دا د ټولو انساني ارزښتونو او اخلاقو څخه پاکه نړۍ ده."

په ښار کې د شپې له خوا په ترسره شوي دوهم برید کې د تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.

د مصر سره پر پوله پروت رفح ښار، دا مهال د غزې د ټول نفوس له نیمایي څخه زیات د شاوخوا ۲.۳ میلیون نفوس کوربه دی، چې اکثر یې د جګړو له امله د غزې له شمال څخه بې ځایه شوي خلک دي.

د اسرائیل د کلک متحد، متحده ایالاتو په ګډون، د نړیوالې ټولنې له خوا د زغم د غوښتنې سره سره، د اسرائیل حکومت د میاشتو راهیسې ټینګار کوي چې دوی غواړي په رفح ښار ځمکني برید وکړي، چیرته چې ویل کیږي د حماس زیات شمیر پاتې وسله وال پټ شوي دي.

تر اوسه دا ډول ځمکني عملیات نه دي ترسره شوي، خو د اسرائیل پوځ څو ځله پر ښار او شاوخوا سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

جګړه د اکټوبر په اوومه د حماس او نورو اورپکو ډلو لخوا د اسرائیل په جنوب د بې ساري برید وروسته رامنځته شوه چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول چې اکثر یې ملکي وګړي وو او د حماس اورپکو شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل او غزې ته یې بوتلل. اسرائیل وايي، په غزه کې شاوخوا ۱۳۰ یرغمل پاتې دي، که څه هم تر اوسه د ۳۰ تنو د وژل کېدو پخلی شوی، چې یا د اکتوبر په اوومه وژل شوي او یا هم په بند کې مړه شوي دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل په بریدونو کې د وژل شوو ۳۷ تنو جسدونه او شاوخوا ۶۸ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، د وروستیو شمیرو له مخې د اسرائیل او حماس په جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو مجموعي شمېر لږ تر لږه ۳۴۰۴۹ تنه او د ټپیانو شمېر ۷۶۹۰۱ ته رسېدلی دی. د حماس تر کنترول لاندې روغتیایی مقامات ددغو تلفاتو لږترلږه دوه پر دریمه برخه ماشومان او ښځې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG