د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر صدراعظم: په غزه کې د اوربند په اړه خبرې اترې مهم پړاو ته رسیدلې


په غزه کې بیځایه شوي فلسطینیان
په غزه کې بیځایه شوي فلسطینیان

د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د چهارشنبې په ورځ، اپریل ۱۷ (وري ۲۹مه) وویل چې په غزه کې د اوربند او د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه خبرې "حساس پړاو" ته رسېدلي دي.

آل ثاني، د حماس ډلې په وړاندې په جګړه کې د اسرائیل لخوا د فلسطینیانو د "ټولیزه مجازاتو" تګلاره او همدارنګه په لویدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي زیاتوالی وغنده.‌ هغه وویل، هڅه کیږي چې د اوربند پر وړاندې ټول شته خنډونه لرې کړای شي، خو پدې اړه یې نور جزئيات ورنه کړل.

د قطر او مصر په منځګړیتوب په غزه کې د اوربند د‌ ټینګښت په اړه خبرې اترې په داسې حال کې دوام لري، چې په دغه سیمه (غزه) کې بشري ناورین، د فلسطینیانو ژوند چې د درملو او خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخ دي، سخت اغیزمن کړي.

په ورته وخت کې د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر د سه شنبې په ورځ، اپریل ۱۶( وري ۲۸مه) په یو راپور کې ویلي، چې د دې ادارې يو شمېر کارکوونکي او نور کسان چې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو له خوا نيول شوي، د وهلو ټکولو په ګډون ځورول شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره ویلي‌ چې ځینې کارکوونکي یې کوم چې د دندو د ترسره کولو پر مهال نيول شوي، نه یوازې له ډول ډول بد چلند سره مخ شوي، بلکې له دوی سره د بندیانو په څیر چلند شوى دى.

بلخوا د اسرائیل پوځ وايي، چې سرتیري یې د اسرائیل او نړیوالو قوانینو سره سم عمل کوي او نیول شوي کسان خوراک، څښاک، جامو او روغتیايي خدماتو ته لاس رسی لري.

د اسرائیل پوځ او ددغه هېواد د محبس مسؤلینو د ملګرو ملتونو یاد راپوراو په هغه کې د تر سره شویو ادعاوو په اړه پوښتنو ته ځواب ویلی نه دی.

دا پداسې حال کې دی چې د فلسطيني بنديانو ټولنه وايي، اسرائيل دوی ته په تېرو شپږو مياشتو کې د غزې له تړانګې څخه د نيول شويو کسانو د شمېر په اړه او دا چې په کوم ځای کې بندیان دي، معلومات نه دي ورکړي.

د یاد راپور د چمتو کولو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د غزې له زندانه د ۱۵۰۶ خلاص شويو بندیانو معلومات ثبت کړي، چې له څلوېښتو ډېر ماشومان او له اتیا زیاتې ښځې هم پکې شاملې دي.

د دغه راپور له مخې، دغه بندیان چې د اپریل په څلورمه خوشې شوي وو، نه یوازې له "سپکاوي" سره مخ شوي، بلکې پر هغوی د متیازو کولو په ګډون، د اوبو او خواړو نه ورکول، بې خوبي، لمانځه او تشناب ته نه پريښودل" غوندي ناوړه چال چلند ورسره شوي دي.

پر غزې د اسرائیل بريدونه وروسته له هغه پيل شول چې حماس جنګياليو د تېر کال د اکتوبر پر اوومه پر دغه هېواد یو ناڅاپي بريد وکړ.

اسرائیلي چارواکو ویلي دي چې د حماس جنګیالیو د اکتوبر په اوومه پر دغه هېواد د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱۷۰ تنه وژلي او لږ تر لږه ۲۵۰ تنه یې یرغمل نیولي دي.

پداسې حال کې چې د نومبر په میاشت کې د یوې اونۍ د اوربند په ترڅ کې لسګونو تنه یرغمال خوشې شوي، خو ۱۲۹ تنه لا هم د حماس په ولکه کې دي‌. همدارنګه د اسرائیلي چارواکو په وینا په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۴ یرغمل شوي مړه او یا وژل شوي دي.

په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت د مسؤولینو په وینا، په تېرو شپږو میاشتو کې د اسرائیلي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۴ زره فلسطینیان چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي، وژل شوي دي.

په ورته وخت کې ، د دې جګړې له امله رامنځ ته شوی بشري ناورین د هغو مرستندویه بنسټونو لپاره یو له سترو ازموینو څخه دی چې غزې ته د بشري مرستو د لېږد هڅه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG