د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل د پوځي استخباراتو رئیس استعفا وکړه


اهارون هالیو
اهارون هالیو

د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غوايي درېمه) اعلان وکړ چې د استخباراتو رئیس یې د اکتوبر د اوومې نیټې د حماس د برید په تړاو له خپلې دندې استعفا کړې ده.

تورن جنرال اهارون هالیوا لا دمخه په عامه توګه د استخباراتي ناکامیو مسؤلیت په غاړه اخیستی و. اسرائیلي مقامات وايي، د حماس وسله والو په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژلي او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړي دي.

پوځ د دوشنبې په ورځ د هالیوا استعفا لیک خپور کړ او ویې ویل چې هغه به د خپل ځای ناستي له ټاکل کیدو سم وروسته له دندې ګوښه او تقاعد شي.

په لیک کې د هالیوا له قوله ویل شوي: "زما تر قوماندې لاندې د استخباراتو ریاست هغه دنده ترسره نه کړه چې موږ ته سپارل شوې وه. هغه توره ورځ به زما په ذهن کې پاتې وي. هره ورځ او هره شپه. زه به د تل لپاره درد له ځانه سره یوسم."

هالیوا د اسرائیل لومړنی لوړ پوړی چارواکی دی چې د اکتوبر د اوومې د برید په تړاو یې استعفا وکړه.

د حماس وسله والو د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې په دغه برید کې، د اسرائیلي مقاماتو په وینا، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژلي او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړي.
د حماس وسله والو د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې په دغه برید کې، د اسرائیلي مقاماتو په وینا، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژلي او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړي.

اسرائیل ددې برید په ځواب کې په غزه یرغل وکړ چې موخه یې د حماس له منځه وړل او ددې خبرې یقیني کول ښودل شوي چې وسله وال نشي کولی په اسرائیل بل برید وکړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان په وینا، د اسرائیل عملیاتو د غزې تړانګې ډیره برخه ویجاړه کړې او د تړانګې شاوخوا درې پر څلورمه برخه نفوس یې له خپلو کورونو څخه تیښتې ته اړ کړی دی.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیل پوځي عملیاتو له ۳۴ زرو ډېر فلسطینیان وژلي، چې دوه پر درېیمه برخه یې ښځې او ماشومان دي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د یهودانو د فصحې د رخصتۍ په شپه ګواښ وکړ چې په غزه کې د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره به پر حماس "نور او لا دردناک ګوزارونه" ورکړي.

نتنیاهو پرته له دې چې نور جزئیات وړاندې کړي، وویل: "په راتلونکو ورځو کې به موږ پر حماس نظامي او سیاسي فشارونه زیات کړو ځکه چې دا زموږ د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو یوازینۍ لار ده."

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې د اکتوبر د اوومې نیټې د حملې په ترڅ کې تښتول شوي یو شمیر یرغمل شوي کسان د حماس له خوا د غزې په جنوبي ښار رفح کې ساتل کیږي.

نتنیاهو په وار وار ګواښ کړی چې پر رفح به پوځي برید پیل کړي، او ادعا کوي چې د حماس ترهګرې ډلې غړي هلته پټ دي. خو امریکا او نورو هېوادونو له اسرائیل د زغم غوښتنه کړې او پر رفح یې له برید کولو څخه منع کړی دی.

نړیوالو په رفح کې د فلسطیني ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې، چیرې چې د غزې تر نیمایي ډیر بې ځایه شوي نفوس پناه اخیستې ده.

لویدیځه غاړه

اسرائیلي پوځیانو د یکشنبې په ورځ په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې درې فلسطینیان ووژل.

د اسرائیل پوځ ویلي، چې دریو فلسطینیانو په دوو بېلابېلو ځایونو کې پر اسرائیلي پوځیانو بریدونه کړي دي. په لومړۍ پيښه کې د فلسطين د حبرون ښار په شاوخوا کې د اسراييلي پوځيانو له خوا په ډزو سره يو تن ووژل شو او يو بل د چاقو په واسطه د برید هڅه وکړه مخکې له دې چې پوځيانو په دواړو افرادو ډزې وکړې.

په دویمه پیښه کې، د لویدیځې غاړې په شمال کې په یوه پوسته کې، اردو وویل چې یوې میرمنې هڅه وکړه چې سرتیري په چاقو ووهي چې پوځیانو په ډزو سره ځواب ورکړ.

په لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی وروسته له هغې زیات شوی چې د اسرائیل او حماس جګړه پیل شوه. د تاوتریخوالي په پېښو کې د اورپکو ډلو پر وړاندې د اسرائیل د پوځ پرله پسې بریدونه، په فلسطیني کلیو کې د یهودي میشتو خلکو لخوا تاوتریخوالی او د اسرائیل د سرتیرو په کوڅو کې د فلسطینیانو مرګوني بریدونه شامل دي.

نتنیاهو د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه به په لویدیځه غاړه کې د بشري حقونو د سرغړونو په تور د اسرائیلو په هر نظامي قطعه باندې د لګول شويو بندیزونو سره مبارزه وکړي، وروسته له دې چې د رسنیو راپورونو وویل چې واشنګټن د داسې یو ګام ملاتړ کوي.

د اکسیوس خبري سایټ د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې واشنګټن په پام کې لري چې د اسرائیل د "نتزاه یهودا" پر کنډک باندې بندیزونه ولګوي چې په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې فعالیت کوي. خو د اسرائیل پوځ ویلي چې د داسې کوم اقدام څخه خبر نه دي.

د جمعې په ورځ، متحده ایالاتو د هغو سازمانونو په وړاندې یو لړ بندیزونه اعلان کړل چې په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په وړاندې د افراطي اسرائیلي میشت ځایونو لخوا د بریدونو تمویل کوي. دا د نتنیاهو د پالیسیو په اړه د متحده ایالاتو د مخ په زیاتیدونکي نارضایتۍ وروستۍ نښه ده، چې ایتلافي حکومت یې په میشتېدونکو یهودانو پر ګوندونو تکیه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG