د لاس رسي وړ اتصالات

د سي آی اې مشر او نتنیاهو د رفح د عملیاتو په درولو غږېدلي؛ امریکا اسرائيل ته د وسلو ورکول ځنډولي


نتنیاهو او ویلیم برنز
نتنیاهو او ویلیم برنز

د اسرائیل یو مقام ویلي‌ دي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر ویلیم برنز او د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ مۍ اتمه (ثور۱۹) له حماس سره د یرغمل شویو د خوشې کېدو په بدل کې په رفح باندې د پوځي عملیاتو د بندولو په امکان غږېدلي دي.

دواړو په بیت المقدس کې لیدلي دي، دغه ملاقات ته په غزې کې د امریکا د هڅو د یوې برخې په سترګه کتل کېږي. یو اسرائيلي مقام د نوم نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي‌: «دواړو د یرغمل شویو د خلاصون په بدل کې په رفح کې د اسرائيل د عملیاتو د درولو په امکان غږېدلي دي.»

دا لیده کاته داسې مهال شوي چې په قاهره کې د سولې خبرې بیا پیل شوې او حماس ویلي‌ دي چې د منځګړو مصر او قطر له لوري د اوربند ورسپارل شوی وړاندیز یې منلی دی.

د نړیوالو له انتقادونو سره سره اسرائيل، د غزې رفح ته، چې حماس یې کنترولوي، ټانګونه استولي او له مصر سره یې د ګډ سرحد فلسطینۍ غاړه نیولې ده. دا غزې ته د مرستو د انتقال یوازینۍ لار ده.

اسرائيل رفح ته له هغه وروسته ځواکونه واستول چې حماس د اوربند د منلو اعلان وکړ. مصري رسنۍ وایي چې د خبرو هدف د سولې د تړون په شرایطو موافقه وه او «ټول اړخونه موجود» وو.

واشنګټن، چې د تل ابیب کلک ملاتړی دی، منلې وه چې د سولې خبرې روانې دي او د سپینۍ ماڼۍ ویاندې کارین ژان-پییر ویلي وو: «د دواړو اړخونو نژدې اروزنه دا څرګندوي چې هغوی د پاتې درزونو... د ډکولو توان لري او موږ به د دغې پروسې حمایت» کوو.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن اعلان کړی تل ابیب ته یې د درنو وسلو ورکول ځنډولي دي. د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لوید استن وویل چې ولسمشر جوبایډن دا اقدام یې په رفح باندې د اسرائیل د برید له کبله کړی دی.

هغه وویل چې ولسمشر په دې باور دی چې په رفح باندې د اسرائيل په برید کې د ولسي فلسطینیانو ژوند له خطر سره مخامخ کېدای شي.

د امریکا د دفاع وزیر د کانګرس په یوې استماعیه غونډې کې وویل چې دا پرېکړه «لا نهايي شوې» نه ده.

په همدې حال کې حماس خبرداری ورکړی چې دا اوربند به اسرائيل ته د ۱۲۸ یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره «وروستی چانس» وي. اسرائیل د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې بریدونه وکړل چې د مقاماتو په وینا ۱۱۷۰ تنه یې ووژل او لسګونه نور یې یرغمل کړل. په وژل شویو کې یې اکثریت ولسي خلک بلل شوي دي.

په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د اسرائیل په غچ اخیستونکو بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۳۴۵۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG